د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د بشر حقونه: د طالبانو له بنده ازاد شوي داعشیان دې محاکمه شي!


په فاریاب کې د طالبانو له زندانه راخوشې شوي بندیان
په فاریاب کې د طالبانو له زندانه راخوشې شوي بندیان

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په ترځ کې ۸۴ تنه د طالبانو له یوه زندانه ازاد کړي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له بنده په ازادو شویو کسانو کې لسګونه تنه ملکي وګړي او له طالبانو سره اسیر شوي افغان امنیتي ځواکونه شامل دي.

د پولیسو ویاند همدا راز وویل چې د داعش ډلې لس غړي چې په جوزجان ولایت کې څو میاشتې دمخه د طالبانو له خوا نیول شوي وو او په قیصار ولسوالۍ کې ساتل کېدل، هم د طالبانو له منګولو ازاد شوي دي.

هغه وویل چې د داعش په دغو غړو کې څلور تنه د بهرنيو هیوادونو اتباع دي.

د پولیسو ویاند زیاته کړه:

"۸۴ تنه اسیران چې له طالبانو سره محبوس وو، تېره شپه د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې چې د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې ترسره شول، ازاد شول، په دغو کسانو کې لسګونه ملکي کسان او امنیتي ځواکونه هم دي، د طالبانو له دغه زندانه ۱۰ داعشیان چې دری تنه د تاجکستان اتباع او یو یې د قرغزستان تبعه دي شامل دي."

په فاریاب کې د طالبانو له زندانه راخوشې شوي بندیان
په فاریاب کې د طالبانو له زندانه راخوشې شوي بندیان

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پټنځای او زندان باندې په حمله کې دری وسله وال مخالفین وژل شوي او دری نور یې ژوندي نیول شوي دي.

د پولیسو ویاند وویل، په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو ډلې تر دمه د یادې مسئلې په اړه له رسنیو سره خبرې نه دي کړي.

هخوا بیا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون غواړي چې د طالبانو له ولکې ازاد شوي داعشیان باید د افغانستان د جزا د قانون پر بنسټ په دغه هېواد کې محاکمه شي.

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع ازادي راډیو ته وویل چې د داعش ډلې دا غړي په جوزجان او سرپل ولایتونو کې د خلکو په وژونو او پر افغان امنیتي ځواکونو په وسله والو حملو تورن دي.

ښاغلي سامع وویل چې هېڅ څوک او هېڅ بنسټ دا حق نه لري، ترڅو په بشري ضد جنایاتو تورن کسان وبښي.

سامع وویل:

"هر څوک چې جنایات کوي او هر څوک چې بشري حقوق نقض کوي، باید د افغانستان له قوانینو سره سم محاکمه شي، څوک چې د افرادو حقونه نقض کوي، دولت، رئیس جمهور او یا بل هر څوک حق نه لري چې دوی معاف کړي."

تېر میلادي کال هم د داعش ډلې لسګونه جنګالي هغه مهال په جوزجان کې افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول چې طالبانو په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې پرې وسله والې حملې وکړې، خو تر دې دمه دا نه ده روښانه چې ولې تسلیم شوي داعشیان د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونو ته نه دي معرفي شوي.

XS
SM
MD
LG