د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

"د مالي سرپرست وزیر همایون قیومي له اجازې پرته بهرنیو غونډو ته تللی شي"


د کابینې یو شمېر پخواني وزیران د ولسمشر له اجازې پرته بهرنیو سفرونو ته تګ بې ساری او د افغانستان د ولسي جرګې غړي دا یو سلیقه يي چلند بولي.
د کابینې یو شمېر پخواني وزیران د ولسمشر له اجازې پرته بهرنیو سفرونو ته تګ بې ساری او د افغانستان د ولسي جرګې غړي دا یو سلیقه يي چلند بولي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي هغه وړاندیز منظور کړی چې له دې وروسته نوموړی ټولو بهرنیو اقتصادي ناستو ته پرته له اجازې ولاړ شي.

د ښاغلي قیومي د سفرونو لګښت هم د دولت له بودیجې ورکول کېږي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د پنجشنبې په ورځ (قوس ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، دا وړاندیز ځکه منل شوی چې د دولتي لوړپوړو چارواکو د بهرنیو سفرونو اداري پروسه اوږده ده.

ښاغلي مسجدي وویل: "د احکامو په چوکاټ کې چې هېڅ ډول مخالفت له قوانینو سره ونه لري، ولسمشر ته یې دا وړاندیز وکړ چې د ده (همایون قیومي) د سفرونو اجازه ورکړي، تر څو هغه بېروکراتیکه یا اوږده پروسه چې د هر سفر لپاره طی کېږي، هغه له منځه لاړه شي او د ولسمشر له لوري هم منظور شو."

خو د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر عبدالکریم خرم ازادي راډيو ته وویل، د هغوی د حکومت پر مهال دا شان اقداماتو بېلګه نه ده لیدل شوې.

د افغانستان د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون غړې فرزانې کوچۍ هم ازادي راډيو ته وویل، دا له همایون قیومي سره د ولسمشر سلیقه یي چلند دی او باید ترسره شوی نه وای.

د مالیې وزارت د وړاندیز مکتوب له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.
د مالیې وزارت د وړاندیز مکتوب له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

هغې وویل: "اصلا داسې ده چې هر وزیر باید له هېواد نه بهر ناستو ته له ولسمشر نه جلا جلا اجازه واخلي او دایمي اجازه په قانون کې نشته. زه فکر کوم چې دا شوی کار هم د ډېرو نورو اقداماتو په شان سلیقه اي چلند دی او نه پوهېږم چې دوی ولې او د څه لپاره دا کارونه کوي؟"

اغلې کوچۍ وایي، له افغانستانه بهر د هرې ناستې لپاره لومړی باید حکومت د هغې ناستې په اړه معلومات ورکړي چې هېواد ته څومره ګټوره تمامېدای شي او بیا ورته خپل استازی واستوي، خو دا چې له وړاندې د سفرونو دایمي اجازې کېږي دا د قانون خلاف کار دی.

مخکې تر دې هم د همایون قیومي په اړه داسي اسناد خپاره شول چې ښاغلی قیومي د کال ۲۵۰ زره امریکایي ډالر په امریکا کې له یوه انستتیوت نه اخلي – خو نوموړي د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې دا موضوع رد کړې.

XS
SM
MD
LG