د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

افغانستان کې د ښځو سوداګريزو چارو پيکه کېدو ته اندېښنې ډېرې شوي


ارشيف: باميان کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون
ارشيف: باميان کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون

د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغان ښځو شبکه په افغانستان کې د ښځو د سوداګریزو کارونو د خرابېدو په اړه اندیښنه لري.

سره له دې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د سوداګرو ښځو د تولیداتو او د دغو تولیداتو د خرڅلاو په برخه کې په خپل ملاتړ ټینګار کوي، د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغان ښځو شبکه د اقتصادي رکود او د یو شمېر سوداګرو مېرمنو د سوداګریزو فعالیتونو د بندیدو خبره کوي.

دغه شبکه وايي، اوس مهال په افغانستان کې د سوداګرو مېرمنو تولیداتو ته بازار نشته او ان ډېری دغه مېرمنې د خپلو کاري جوازونو د نوي کولو توان نه لري.

د دې شبکې مشر ممتاز یوسفزۍ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"له بده مرغه بازارونه بند شوي دي او سوداګرې مېرمنې خپلو تولیداتو ته د پلوربازار نه لري، د ولایتونو په کچه هم تولیدات بند شوي دي او د دوی جوازونه هم نه دي نوي شوي."

د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ښځو شبکه وايي، دا مهال له ۳۸۰۰ څخه زیاتې سوداګرې مېرمنې له دغه شبکې سره راجستر دي.

په ورته وخت کې یو شمېر سوداګرې مېرمنې هم مني چې د سوداګرۍ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

رحیمه حاجي زاده چې د ګاڼو او جامو د تولید په برخه کې کار کوي، ازادي راډيو ته يې وويل:"په مالي برخه کې زموږ عمده ستونزې، د مار کېټ نشتوالی او امنیتي وضعیت دی له همدې امله موږ د سوداګرۍ په برخه کې وروسته پاتې یو، زموږ د زیوراتو د تولید فابریکه د اسانتیاوو د نشتوالي له امله تړلې ده."

دغه مېرمنې د طالبانو پر حکومت او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د دوی د کار ملاتړ وکړي.

انځور: د سوداګرو ښځو د لاسي صنايعو يوه برخه
انځور: د سوداګرو ښځو د لاسي صنايعو يوه برخه

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې دوی په افغانستان کې د ښځو د سوداګرۍ د ودې او پراختیا لپاره یو شمېر کارونه کړي دي.

د دغه وزارت ویاند مولانا ظهیر ازادي راډیو ته وویل:" وزارت ښځو ته د کار د جواز د ورکولو په برخه کې کومه ستونزه نه لري، دغه شان د ښځو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار کوي او په افغانستان کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې کومه ستونزه نشته."

هغه وويل، چې د سوداګرو مېرمنو د هڅونې او د دوی د تولیداتو د پلور لپاره اوس هم په کابل کې اختریز نندارتوپیل شوی دی، خو نوموړي د دغه نندارتون د جوړېدو د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل.

د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغان ښځو شبکې څو میاشتې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرو ښځو تولیداتو ته د مارکېټونو د جوړولو خبره شوې ده.

که څه هم په افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ د پیل نهمه میاشت روانه ده خو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغان ښځو شبکې مسولین وايي، نه یوازې دا چې د دوی د تولیداتو د پلور لپاره بازارونه نه دي جوړ شوي بلکې د سوداګرو مېرمنو زیات شمېر تولیدي فابریکي تړل شوي او دغه مېرمنې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG