د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د شتمنيو کنګل کېدو د افغان ښځو ستونزې ډېرې کړي


ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله د امریکا له خوا د افغانستان د ملیارډونو ډالرو د شتمني کنګل کېدل د افغان ښځو او نجونو د کړوانو د زیاتوالي یوعامل بولي.

د ملګروملتونو د کارپوهانو دغې ډلې په هغه بیان کې چې پرون دوشنبې یې خپور کړی ویلي، د دې ترڅنګ چې د افغان ښځو او نجونو ډیر اساسي حقونه د طالب چارواکو د هغې تبعیضي تګلارې له امله چې د ښځو په وړاندې د جنسیت له مخې یې مخته وړې، تر پښو لاندې شوي، د متحدو ایالتونو له خوا د افغانستان کنګل شوې شتمني هم دغه وضعیت لا خراب کړی دی.

په جینوا کې میشتې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دغه ۱۴ کسیزې ډلې ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون بهرنیو دولتونو یې د ښځو او نجونو پر حقونو د سختو محدودیت لګولو اقدامات غندلي دي.

طالبان د خپلې واکمنۍ په څه باندې اتو میاشتو کې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې له کړو ژمنو په شا شوي او نجونې یې نه دي پرېښي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي.

ارشيف: کابل ښځينه اعتراض کوونکې
ارشيف: کابل ښځينه اعتراض کوونکې

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه راز د امریکا حکومت ګرم بللی چې د افغانستان د مرکزي بانک د ملیارډونو ډالرو شتمني په کنګل کولو سره یې د افغان ښځو ژوند لا سخت کړی دی.

دغو کارپوهانو ویلي د دې ترڅنګ چې پر جنسیت ولاړ تاوتریخوالي له اوږدې مودې راهیسې ښځو او نجونو ته شدید ګواښ متوجه کړی، د امریکا له خوا لګول شويو بندیزونو هم دغه وضعیت لا سخت کړی دی.

دغو کارپوهانو په دې اړه نورجزیات ندي ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې دغه راز ویلي، په افغانستان کې روان بشري وضعیت چې د دې هېواد ۲۳ ميلیون وګړي د خوړو پر مرستې متکي دي، له حده زیات ښځې او نجونې اغېزمنې کړي دي.

دغې ډلې د افغانستان د مرکزي بانک د ملیارډونو ډالرو کنګل شوې شتمني په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د فبرورۍ د میاشتې د پرېکړې په اړه ویلي چې له افغانانو سره د مرستو لپاره د دغې شتمني د نیمايي برخې د آزادیدو لپاره داسې شرطونه اېښودل شوي چې هغه د لګول شویو بندیزونو سره په تړاو د افغانستان خلک له دې بې برخې کوي چې اساسي بشري مرستو ته لاسرسی ولري.

په هغه هېواد کې چې د ملګرو ملتونو په وینا نزدې ټول وګړي یې د خوړو خوندیتوب نه لري.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې ویلي چې د بشري حقونو نړیوال قانون، د متحدو ایالتونو په ګډون له دولتونو غواړي چې دا مسله یقیني کړي چې فعالیتونه یې پر بشري حقونو د تېریو سبب نشي.

دغو کارپوهانو دغه راز ویلي چې په دې اړه یې رسماً خپلې اندېښنې او سپارښتنې له واشنګټن سره شریکې کړي خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

XS
SM
MD
LG