د بشري حقونو د څار ادارې نوی راپور وايي چې د نجونو د زدهکړو په برخه کې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې هڅې د پام وړ کمې شوي دي.
له هغه راهیسې چې د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو شپاړس کاله پوره شول، د اټکل له مخې په درو کې دوې برخې نجونې ښوونځيو ته نه ځي.
دا ۱۳۲ پاڼې لرونکی راپور وايي، د نجونو د زدهکړو په برخه کې د شویو هڅو مخه د خراب امنيت له کبله نيول شوې ده.
د دې راپور نوم دی: زه به ډاکټره نه شم، او يوه ورځ به ته ناروغ شې.
رئیسه هغه دوولس کلنه نجلۍ ده چې په کلي کې يې ښوونځی نشته.
دا د لوګر د نظرخېلو اوسېدونکې ده او غواړي زدهکړې وکړي.
نوموړې وايي:
"دلته ښوونځي نشته چې موږ ورشو، خو په کور کې درس وايو، شوق يې لرو چې ښوونځي ته لاړ شو، موږ غواړو چې موږ ته يو ښوونځی جوړ شي، زه غواړم يوه ښوونکې شم چې نورو ته درس ورکړم."
د بشري حقونو د څار ادارې د راپور نتايج په څلورو ولايتونو کې له ۲۴۹ نجونو سره د مرکو پر اساس دي چې عمرونه یې له يوولسو څخه تر اتلسو دي.
د طالبانو د دورې په پرتله اوس ډېرې نجونې ښوونځيو ته ځي خو د لوېديځ په ملاتړ افغان حکومت تر اوسه هغو اهدافو ته نه دی رسېدلی چې د نجونو د زده کړو په برخه کې يې ټاکلي وو.
د حکومتي چارواکو په وينا، ۳.۵ میليونه کوچنیان ښوونځيو ته نه ځي چې پنځه اتيا فيصده یې نجونې دي.
په ټول هېواد کې يوازې اووه دېرش فيصده نجونې او ۶۶ فيصده هلکان لوست کولای شي.
د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ يو اوسېدونکی چې نوم يې نه دی ښودلی، وايي، په دغه ولسوالۍ کې ټول ښوونځي په بشپړه توګه تړلې دي:
"د شېرزاد ولسوالي، په لويو کلیو کې لکه توتو، ګندمک، مرکي خېل او کودي خېل کې د کرزي په دوهمه دوره کې د نجونو ښوونځي بند شوو، په هغه وخت کې تر پنځمه شپږمه پوري شا او خوا شپږ زره او څلور سوه نجونې وې چې په پنځم، څلورم او درېيم صنفونو کې وې، له هغه وخته تر اوسه د نجونو ښوونځي بند دي، معارف او دولتي چارواکو له موږ سره ژمنې کړي دي او عملي کړي يې نه دي."
د بشري حقونو د څار ادارې راپور وايي چې د نجونو د زده کړو په مخه کې ګڼ شمېر خنډونه دي.
راپور وايي، په هغه هېواد کې چې د هلکانو او نجونو ګډو زده کړو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي، خو بیا هم نجونو ته جلا ښوونځي د هلکانو د ښوونځيو په پرتله ډېر کم دي.
راپور همداشان وايي، تر شل فیصده کم ښوونکي ښځې دي او د بشري حقونو د څار ادارې راپور وايي ډېری نجونې د کورنيو له خوا اجازه نه لري چې له نارینه ښوونکي زده کړې وکړي.
ډېری نجونې له کوره دباندې د وتلو اجازه نه لري ځکه کورنۍ د نجونو زده کړو ته اهميت نه ورکوي.
خو د لوګر ولايت د نظرخېلو څلوېښت کلنه حبيبه د خپلو دوو لوڼو لپاره په خپل کلي کې ښوونځی غواړي او وايي چې که يې په کلي کې ښوونځی جوړ شي، ټول خلک به په خوشالۍ خپلې لوڼې ورولي.
حبيبه وايي چې په کلي کې يې د امنيت ستونزه د نجونو د ښوونځيو مخې ته تر ټولو لوی خنډ دی.
دا وايي:
"د ښوونځي لپاره ځای هم نشته، د ډاکټر نجيب الله له وختو د غير اباد په نوم سیمه کې د نجونو يو ښوونځی وو، خو هغه له کلیو لیري وو، څوک چې هلته نېږدې وو ورتلل، خو اوس ښوونځی هيڅ درک نه لري او دا څو کاله د نجونو ښوونځی هيڅ نشته."
د بشري حقونو د څار ادارې د راپور له مخې، ډېری نجونې تر اتلس کلنۍ مخکې ودېږي او له همدې کبله اړايستل کېږي چې ښوونځی پرېږدي.
د افغانستان د پوهنې وزارت هم ورته ستونزې يادوي چې د نجونو د زده کړو مخه يې ډب کړې ده.
د پوهنې وزارت وياند مجيب مهرداد وايي، حکومت د دغو ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.
دی زیاتوي:
"د معارف وزارت دنده د تعليم او تربیې وړاندي کول دي، خو موږ دا کار يوازي په هغو سيمو کې کولای شو چې هلته امنيت تامين وي، له بده مرغه په هغو سيمو کې چې امنيت نشته، جګړه روانه ده، موږ خپله عادي دنده نشو تر سره کولای، خو د دې ستونزې د حل لپاره موږ د هغو سيمو له مشرانو او د معارف د شوراګانو له لارې خپلې هلې ځلې کړي دي."
د بشري حقونو د څار ادارې راپور وايي چې طالبان او نورې سخت دريځې ډلې اوسمهال د افغانستان تر څلوېښت فيصدو زیاتې ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندي لري او د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو له کبله زرګونه کسان د خپل کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي او تر یو میلیون زيات افغانان په خپل هېواد کې دننه بېځايه دي.
طالبان په هغو سيمو کې چې کنټرول يې لري، ښوونځيو ته د نجونو پر تګ بنديز لګوي.
راپور همداراز وايي، په هغو سیمو کې چې نجونې پکې ښوونځيو ته د تلو هڅې کوي، له لوی امنيتي خطر سره مخامخ کېږي.
راپور: ملالۍ بشير