د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

له غریبو کورنیو راغلي زده کوونکي د کانکور مخکښان شول


څو ورځې وړاندې د تېر کال د کانکور نتایج اعلان شول، په دې کانکور کې دوه داسې ځوانان مخکښ شوي چې ډېر شاهانه ژوند نه لري، خو په ډېرو هڅو یې وکولای شول، خپل نوم او د کورنۍ سترګې جګې کړي.

د کابل ښاروالۍ د یوه صفاکار زوی رضا رفعت په ۱۸۷۹۰۶ زده کوونکو کې تر ټولو ډېرې یعنې ۳۴۴ نومرې اخیستې دي چې د تېر کال کانکور اول نومره اعلان شوی.

د یوه بل مامور لور بهشته مومند بیا په نجونو کې مخکښه شوې او د ۳۴۰ نومرو په اخیستلو سره د نجونو په منځ کې اول نومره شوې.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ facebook.com/TandySangy:

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته، د دې خپرونې په اړه نظرونه را سره شریکولای شئ:hewadm@rferl.org

یادونه: «تاندې څانګې» د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د دوه بجو او د سې شنبې د ورځې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپرېږي.

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG