د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

بي بي ګل: د بلوغ په مرحله کې باید نجونو ته سم پوهاوی ورکړل شي


د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني له حکومت او والدینو غواړي چې د ځوانو نجونو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړې وايي، د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونه باید ځوانو نجونو ته د هغوی د روغتیا او بلوغ په اړه سم معلومات ورکړي.

مېرمن بي بي ګل غني چې د چهارشنبې په ورځ یې د نجونو د روغتیا ساتنې د ورځې په لمانځغونډه کې خبرې کولې وویل مهمه ده چې نجونې د خپلې روغتیا په اړه سم او دقیق معلومات ولري.

بي بي ګل غني
بي بي ګل غني

نوموړې زیاته کړه:

"زموږ ځوانې نجونې په راتلونکې کې د هېواد باعزته واکدارانې دي، نو لازمه ده چې د خپلې روغتیا په اړه ځانګړي معلومات ولري، څو وتوانېږي چې د کورنۍ د غړو او خپل نظافت مراعت کړي."

د پوهنې وزارت وايي چې د دوی او د یونسیف د سروې له مخې پنځوس فیصده نجونې د میاشتنۍ ناروغۍ په اړه سم پوهاوی نه لري.

د پوهنې وزارت د روغتیا د ساتنې برخې مسؤلې تورپیکۍ مومند د روغتیا په لمانځغونډه کې وویل د دوی د سروې له مخې د ناروغۍ په دوران کې۳۷ فیصده نجونې ښوونځي ته نه ځي.

نوموړې زیاته کړه:

"نږدې پنځوس فیصده نجونې په دې اړه هیڅ پوهاوی نه لري که لري یې هم کم او له چا سره یې نه دی شریک کړی، ۳۷ فیصده نجونې په میاشتنۍ ناروغۍ کې ښوونځي ته نه ځي او غیر حاضري یې زیاتېږي."

د پوهنې وزارت سرپرست اسدالله حنیف بلخي وايي چې دامهال یې په شااو خوا ۲۰۰ ښوونځیو کې نجونو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي او په دې برخه کې اوس هم کار روان دی.

ښاغلی بلخي زیاتوي چې د ۱۳۹۵ کال د احصایې له مخې له درې نیم میلیونه زیاتې نجونې ښوونځي ته ځي چې د ټولو زده کوونکو ۳۹ فیصدي جوړه وي.

افغان نجونې زده کوونکي.
افغان نجونې زده کوونکي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم وايي د دوی د معلوماتو له مخې ۳۱ فیصده ځوانې نجونې د وینې له کمښته کړېږي.

ښاغلي نعیم وویل هڅه کوي چې ځوانو نجونوته د دوی د روغتیا په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرمونه جوړ کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG