د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د ډنمارک خلکو د خوست د نجونو یو ښوونځي سره مرسته وکړه


د ډنمارک خلکو او د یاد هېواد د یو شمېر تعلیمي بنسټونو مرسته چې خواوشا درې نیم لکه ډالر ارزښت لري او شل قلمه بېلابېل ښوونیز توکي په کې وو، په خوست کې د بي بي خدیجې په نوم د نجونو یو ښوونځي ته ورکړل شوه.

په مرسته شوېو توکو او وسایلو کې کمپیوټرونه، میزونه، چوکۍ، کوچونه، پرینټرې، د کلینیک وسایل، د معیوبو زده کوونکو لپاره ویلچرونه، د اسنادو المارۍ او د ادارو نور اړین توکي شامل دي.

د عامه ظرفیت لوړونې د موسسې استازي فضل الرحمن قانع چې یادې مرستې يې بي بي خدیجې لیسې ته وسپارلېازادي راډیو ته وویل:

"موږ د بي بي خدیجې لېسې ته تقریباً شل قلمه بېلابېل اجناس چې قیمت يې له درې نیمو تر څلور لکو ډالرو پورې دي او د ډنمارک د خلکو مرسته ده او زموږ افغانان چې هلته د ډاریو په نوم موسسه لري او هغوی دا مرستې راټولوي، موږ دوی سره قرارداد لرو، دوی په افغانستان کې هغو ښوونځیو سره مرسته کوي چې حقیقي مرستې ته اړتیا ولري او موږ هم دا جنسونه په امانتداری سره ښوونځي ته انتقال کړي دي. "

د بي بي خدیجې لېسې دوه تنه نجونې زده کوونکې ګل غوټۍ او ماجبینه د ډنمارک د خلکو مرسته د دوی لپاره مهمه بولي او وايي چې په‎دې سره به په بېلابېلو برخو کې د هغوی د ښوونځي ډېری اړتیاوې پوره شي.

د بي بي خدیجې لېسې یوه بله تنه زده کوونکې حمیرا د ډنمارک له خلکو مننه کوي او زیاتوي چې پخوا د دوی د ښوونځي کمپوټرونه لږ وو، یو کمپیوټر ته به درې زده کوونکې په تمه وو، خو اوس به د ټولګي ټول زده کوونکي کمپیوټرونو ته لاسرسی ولري.

د خوست د ولایت مقام په استازیتوب د بشري منابعو رئيس نقیب الله متونوال د ډنمارک هېواد او نورو موسساتو چې د دې مرستو په راټولو او لېږلو کې يې مرسته کړې مننه وکړه.

ده له نورو بشرپاله هېوادونو او موسساتو وغوښتل چې په‎دې برخه کې خپلې مرستې روانې وساتي.

متونوال زیاته کړه:

"موږ د ډنمارک هېواد او ټولو هغو مرستندویو ټولنو چې په‎دې برخه کې همکاري کړې ده، مننه کوو، د ولایت مقام د دوی ګام ستایي او هیله څرګندوي چې له‎دې توکو به په ښه توګه ګټه پورته شي، له‎دې سربېره موږ په ډېرو نورو ښوونځیو کې هم ستونزې لرو، هیله من یو چې نور هېوادونو او موسسې به هم په‎دې برخه کې زموږ پوره لاسنیوی وکړي. "

د یادونې وړ ده، خوست چې خواوشا درې نیم لکه زده کوونکي لري، درېیمه برخه يې نجونې دي.

دا مهال د خوست سلګونه نجونې په پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو په موسسو، همدارنګه زرګونې نورې د ښوونځیو په لسمو، یوولسمو او دولسمو ټولګیو کې پر زده کړو بوختې دي.

د کتونکو په وینا که په خوست کې د نجونو لپاره وړ چاپیریالي شرایط او د زده کړو پوره امکانات برابر شي، نو د نجونو زده کوونکو شمېر به تر دې هم ډېر شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG