د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

غزني کې په بمونو الوزول شوی ښوونځی او د پوهنې بهیر په اړه‌‌یې اندېښنې


د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‎کړي چې اولادونه‌يې د جهل کندو ته وغورځوي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا یوې غړې فاطمې رحیمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دې وروستیو کې د ښځینه زده‎کوونکو پر وړاندې خنډونو سخته اندېښمنه کړې او باید د ډېرېدو مخنیوی يې وشي.

اغلې رحیمي وايي، که دولت د دغه ډول خنډونو مخه ونه‌نیسي زیات شمېر پلرونه به خپلې لوڼې له ښوونځیو رامنع کړي.

اغلې رحیمي زیاته کړه:

"زه نه‌پوهېږم چې دغه اوس څه ډول انسانان دي چې ښوونځی په بمونو الوزوي او یا يې تړي، ښوونځي کې خو د قرانکریم زده‎کړه کېږي، بیا په ښوونځي کې خو پولیس نه‌شته، نه نظامي ځای دی، هلته ماشومان دي."

له دې سره د دغه ولایت مدني فعالان هم ورته څرګندونې لري.

مدني فعال جمیل ویکار له عامو خلکو غواړي چې خپلو سیمو کې د ښوونځیو پوره ساتنه وکړي او د خپلو اولادونو پر وړاندې دغه ډېوې بلې وساتي.

​نوموړی وايي:

"زه وایم دا مسؤلیت تر ډېره د کليوالو دی، دوی باید هغه کسان چې په سیمه کې داسې ناوړه عمل کوي، منع کړي."

ځايي چارواکي دغه خبرې داسې مهال کوي چې درې ورځې وړاندې د دغه ولایت په مرکز کې د قرباغې سیمه کې ناپېژانده کسانو د نجونو یو ښوونځی په بمونو والوزاوه چې په‌کې ۶۰۰ زده‌کوونکو زده‎کړه کوله او همدارنګه له دې وړاندې بیا د دغه ولایت په مرکز کې د یوه ښوونځي ۸۷ نجونې مسمومې شوې وې.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست رئیس محمد عابد عابد په راتلونکي کې د دغه ډول پېښو د مخنیوي ژمنه کوي.

ښاغلی عابد وايي:

"موږ خپله تګلاره لرو، دغه ډول ستونزې موږ د ولسونو له لارې حلوو، ولس موږ سره همکار دی، اوس هم زموږ ښوونځي له زده‎کوونکو ډک دي."

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره سږ کال د افغانستان په یو شمېر ناامنه ولایتونو کې ناامنیو د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی او زیات شمېر ښوونځي د زده‎کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG