د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

په پکتيا کې معارف لاسته راوړنې او ستونزې، دواړه لري


د پکتيا پوهنې رياست چارواکو د چهارشنبې په ورځ د تېرو شپږو مياشتو کړنې له ولس سره شريکې کړې او غوښتنه‌يې وکړه چې ولسونه دې له دوی سره د پوهنې بهير د ځواکمنېدو په خاطر لاس يو کړي چې د زده‌کوونکو راتلونکی تضمين کړي.

د حساب ورکونې په دغه پروګرام کې د پکتيا د پوهنې رئيس کوچي ځاځي وويل، له کومې ورځې چې دی په دنده ګمارل شوی په دغه رياست کې يې ګڼ شمېر هغه خالي بستونه ډک کړي چې له ډېر پخوا څخه په دغه رياست کې پاتې وو او په دې کې يې تر ۲۰۰ زياتو نجونو ته ونډه ورکړې.

د پکتيا پوهنې رئيس کوچي ځاځی
د پکتيا پوهنې رئيس کوچي ځاځی

نوموړی وايي:

"د پکتيا ولايت د پوهنې رياست ته چې موږ راغلي يو، د جدي مياشت څخه تر جوزا پورې موږ ۶۱۰ تنه ځوانانو ته دندې پيدا کړي چې له دې جملې څخه ۲۱۰ تنه نجونې او زموږ خويندې دي."

نوموړي په دغه جوړ شوي پروګرام کې وويل، د پوهنې رياست رهبري او اداري پلاوي د ولسونو په همکارۍ په تېرو شپږو مياشتو کې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې تړلي ښوونځي خلاص کړي دي.

يو ځل بیا کوچی ځاځی وايي:

"موږ وتوانېدو چې په دې شپږو مياشتو کې دوه بابه ښوونځي په زرمت ولسوالۍ کې يو په احمدخېلو ولسوالۍ کې، دوه بابه په مرکز ګردېز کې خلاص کړو چې د ځينو تخنيکو ستونزو له امله تړل شوي وو او دغه پنځه ښوونځي موږ په خپلو هڅو د ولسونو په ملاتړ خلاص کړي دي."

د حساب ورکونې په دغه پروګرام کې چې د پوهنې رياست د کارکوونکو سربېره پرې د پکتيا ولايتي شورا وکيلانو، مدني فعالانو، سياسي ګوندونو استازو او يو شمېر مېرمنو برخه لرله د پکتيا ولايتي شورا رئيس ډاکتر عالمير بهرامزوی هم وويل:

"دغه کړنې چې د پوهنې رئيس په دې لنډ وخت کې کړې دي د ستاينې وړ دي خو موږ په دې بسنه نه‌کوو نورو کارونو ته اړتيا ده او بايد د پوهنې برخه کې زيات کار وشي."

د ده په خبره په پکتيا کې تر دې لا زيات کار ته اړتيا شته او د پوهنې په برخه کې شته ستونزو ته د رسيده‎ګي په هدف دې د پوهنې رياست چارواکي او ولسونه په شريکه هلې ځلې وکړي.

د مدني ټولنو په استازولۍ په دغې جوړه شوې غونډه کې د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيد جمال‌الدين اصف‌خېل وويل چې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې د پکتيا د پوهنې وضعيت د تغيیر لپاره په کيفي لحاظ څه نه‎دي شوي.

ښاغلی اصف‌خېل زیاتوي:

"ننګونې هم بايد له ولسونو سره شريکې شي چې موږ کومې ستونزې لرو چې د هغې لپاره د حل‎لارې پيدا شي او زموږ اساسي غوښتنه په کيفي لحاظ ده چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د کيفيت په لحاظ هېڅ نه‎دي شوي، موږ دغه ستونزه په تا نه دراچوو چې په شپږو مياشتو کې نه‎دي شوي خو دې برخې ته جدي توجه په کار ده."

ده زياته کړه چې د پکتيا د پوهنې د کيفيت د ښه‌والي لپاره دې کار وشي او په خبره‌يې که پوهنې رياست څومره لاسته راوړنې ولري بيا هم ستونزې لري چې د حل لپاره دې يې اقدامات وشي.

د پوهنې رياست چارواکي په داسې مهال د حساب ورکونې دغه پروګرام جوړوي چې په خپله د پوهنې رئيس کوچی ځاځی لاهم سرپرست دی او د چارو کارپوهانو په خبره په ډېرو کارونو کې دی لا صلاحيت نه‎لري چې اجرأت وکړي خو وزارت ته په کار دي چې دغه رياست ته د شته ستونزو د له‎منځه وړلو لپاره د ازموينې پر اساس رئيس ولېږي او سرپرستۍ څخه‌يې خلاص کړي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG