د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

پکتيا ولسونه: والي دې استعفا وکړي


د پکتيا ولايتي شورا، قومونو او مدني فعالانو په شريکه د دې ولايت کمزورې ادارې، امنيتي وضعيت خرابوالي او ځمکو غصب په اړه خبري ناسته کې برخه واخېسته او له ولسمشره يې د پکتيا په اداره کې د بنسټيزو اصلاحاتو او د والي استعفا غوښتنه وکړه.

د پکتيا ولايتي شورا غړېو او قومي مشرانو تور پورې کړ چې په تېر يو کال کې د نوې ادارې په ايجاد سره دلته کومه خاص پروژه نه ده پلي شوې، اداره د ضعف خواته تللې، د امنيتي ادارو ترمنځ ناهمغږي زياته شوې او امنيت خراب شوی دی.

د پکتيا ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل وویل:

"تر اوسه پورې يوه تيږه په بله نه ده اېښودل شوې، هېڅ مثبت تغير نه دی راغلی له يوې ورځې نه بلې ته بد حالت ته روان يو، دلته اداره شړېدلې ده، فساد اوج ته رسېدلې، د ځمکو غصب روان دی د دې ځای خو څه کوئ د نورو ولايتونو غاصبينو ته يې زمينه سازي کړې ده ترڅو په پکتيا کې غصب وکړي د پکتيا ولايتي ادارې شته حالت پکتياوال تر پوزې رسولي او دا حالت موږ ته منلو او زغملو وړ نه دی."

د کنفرانس ټولو ګډونوالو په ولايت کې د پروژو نشتوالي، ادارې کمزورۍ، ځمکو غصب او شته نورو ستونزو څخه سرټکاوه او له ولسمشره يې وغوښتل چې په دې ولايت کې د بنسټيزو اصلاحاتو لپاره د دوی غږ واوري.

د ولايتي شورا يو بل غړی عبدالمالک ځاځی بیا وايي:

"د والي په موجوديت کې زموږ اقتصادي برخې ته ضربه رسېدلې ده چې هغه د ګمرک عوايد دی، په امنيتي وضعيت کې ډېر مشکلات پيدا شوي، د ده په راتګ سره په ټولو برخو کې ورځ تر بلې ستونزې زياتيږي، دا اوس د قومونو ترمنځ جنجالونه درته ښايم، دا اوس د پټان په ولسوالۍ کې د مقبلو او خروټو ترمنځ جنجال دی، ده يې د حل لپاره څه کړي دي؟دا اوس د جانخېلو په ولسوالۍ کې د دوو قبيلو ترمنځ جنجال دی، يو بل ته يې په سړکونو پاټکونه اچولي دي، د کوم لپاره يې اقدام کړی دی، زموږ غوښتنه له ولسمشر او اجرايه ريس څخه دا ده چې داسې څوک راوليږي چې د دې ځای په اصولو او قواعدو برابر وي او کار وکړي."

د کنفرانس ټولو ګډونوالو په ولايت کې د پروژو نشتوالي، ادارې کمزورۍ، ځمکو غصب او شته نورو ستونزو څخه سرټکاوه
د کنفرانس ټولو ګډونوالو په ولايت کې د پروژو نشتوالي، ادارې کمزورۍ، ځمکو غصب او شته نورو ستونزو څخه سرټکاوه

په دې خبري ناسته کې د ولايتي شورا غړېو ترڅنګ د پکتيا مدني فعالانو او قومي مخورو هم برخه درلوده او ويل يې چې د اداري فساد، په اداره کې د مامورينو غېر حاضرۍ او کارونو نه ترسره کېدو له وجې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د منګلو قومي مشر او مدني فعال ښايسته جان احدي زیاته کړه:

"پکتيا کې کمزوری مديريت د جناب والي صاحب، د دې لامل شوی دی چې نا امنۍ د ښار يو کيلو مټرۍ پورې راورسيږي چې ټول پکتياوال يې شاهد دي، په دې ارتباط کله چې پکتيا نن د دومره سختې بربادۍ سره مخ کيږي د پکتياوالو پرمخ په ادارو کې کارونه په صفر ولاړ دي، په يو نيم کال کې د بيارغونې يو کار نه شته او په صفر ولاړه ده او هر کار چې کيږي په واسطه او پيسو په مقابل کې کيږي، نو موږ له ولسمشر او اجرايه ريس څخه غواړو، چې پکتيا ته يو داسې والي راوليږي چې هغه د دې سيمې لپاره په هر اړخ کې کار وکړي، له قومي مسئلو سره وپوهيږي، ستونزې هوارې کړلای شي، پروژو غم وخوري او د پکتيا والي ارسلا صاحب نه مو په ډېر درنښت دا غوښتنه ده چې که اوس هم غواړي خپل عزت وساتي اوس هم دی زرين چانس لري، چې پکتيا ولسونو څخه د خپلې تېر يو نيم کال نه کړنو له امله بښنه وغواړي او باعزته او شرفتمندانه استعفا وکړي."

د دې خبري کنفرانس ګډونوالو د ملي وحدت حکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې په ولايت کې د شته ستونزو او بحرانونو له منځه وړلو لپاره دې عاجل اقدامات وکړي او داسې يو څوک دې ورته د والي په توګه معرفي کړي چې د دوی په معيارونو برابر وي.

د پکتيا دوه تنه قومي مشران وايي:

"بايد چې زموږ ټولې ادارې اصلاح شي، هغه که په ولايت کې وي، که په قومندانۍ کې وي، که په معارف کې وي، که په هر ځای کې وي – يوه دې هم نه پريږدي فاسدين دې وشړي، زه د پکتيا مشر يم، زه د پکتيا سپين ږيرۍ يم، د پکتيا حق بايد ضايع نه شي او څوک چې د پکتیا حق ضايع کوي، هغه د پکتياوالو او پکتيا دښمن دی، هغه که چارواکی دی او يا بل څوک.

- دا پکتياوال اګاه دي، دا پکتياوال پوهيږي، پکتياوالو په پټو سترګو دوی ته رايه نه ده ورکړې، پکتياوال په دې تمه وو چې حکومت به دوی ته خپل حقونه ورکړي، خو اوس مو له ولسمشر او اجرايه ريس څخه دا غوښتنه ده چې نور دې د پکتياوالو په سرنوشت رشخند نه وهي."

د دې خبري ناستې په اړه د پکتيا والي وياند نقيب احمد اتل ازادۍ راډيو ته وويل چې دوی په تېر يو کال کې په امنيتي برخه کې پوره همغږي ايجاد کړې، امنيتي وضعيت ښه دی او د پروژو په برخه کې يې که ولايتي ادارې بوديجه نه لرله هم ډېر کارونه يې د خلکو په مرسته کړي دي:

"هر چا چې نظر ورکړی او کنفرانس يې جوړ کړی د ولايتي ادارې په اړه، خپل نظر يې دی مګر زه يې مبالغه بولم حقيقت نه دی، دلته بوديجې کمه ده، خپلو امکاناتو ته په کتو سره چې څومره لازمه وه هغومره کار نه دی شوی، ځکه امکانات محدود دي، خو موږ د خلکو په مرسته په ښاروالۍ کې تاسو وګورئ، شل زره متره مربع پيادرونه موږ جوړ کړل او د دې ترڅنګ په پوهنتون کې خلک راځي سرمايه ګذاري کوي او په معارف کې په لسګونه زره ډالر خلکو مرسته کړې، چې تغيرات يې هم ښکاره دي."

نوموړي دا هم وويل چې د فساد مخنيوي په اړه اقدامات يې هم جدي او دوامدار وو چې ډېر فاسد کسان يې څارنواليو ته معرفي کړي دي، خو د چارو کارپوهانو په خبره، د کمزورې ادارې پر اساس په تېر يو کال کې فساد زيات شوی او پرمختيايي کارونه په ټپه ولاړ دي.

راپور- ازادي راډيو

XS
SM
MD
LG