د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

ثریا دلیل په پکتیا کې د قابله ګانو د روزنې پنځم دور پرانیست


د افغانستان د روغتيا وزارت سرپرست ډاكټرې ثريا دليل
د افغانستان د روغتيا وزارت سرپرست ډاكټرې ثريا دليل
ثريا دليل د خپل سفر پرمهال لومړى د قابله ګانو د روزنې پنځم دور پرانیست او وروسته يې د پكتيا په زندان كې د هغه روغتيايې مركز پرانیسته وكړه، چې د زندانيانو د درملنې په موخه جوړ شوى .

نوموړې له پرانیستو وروسته د ښځو د نړېوالي ورځې د لمانځنې په هغه غونډه كې هم ګډون وكړ، چې د سلګونو ښځو په ګډون په مركز ګرديز كې جوړه شوی وه،ثرايا دليل وويل:

(( د ټولو هغو وړانديزونو د عملي كولو لپاره به هڅې كوي چې پكتياوال ورته شديده اړتيا لري، حوزوي روغتون ته د ولايتي روغتون ارتقا، د نرسنګ يا قابله ګۍ د ځانګړي مركز جوړول، د قابله ګي او نرسنګ د زده كړو پراختيا او د ټولو روغتيايي مركزونو د لا ښه تجهيزولو لپاره به هڅې وكړي.))

د پكتيا ولايت اوسېدونكې ډاكټره نازدانه پكتياوال او انارګل چې د ښِځو د نړېوالې ورځې يا اتم د مارچ په نمانځ غونډه كې يې ګډون كړى و، وايي:

په جنوب ختيځ او ځانګړې ډول پكتيا كې د ښځو په برخه كې له تېرو پينځو كلونو راهيسې ډېر مثبت بدلونونه رامنځته شوي.

دوي زياتوي چې په بدو كې د نجونو د وركولو هغه ناوړه دود چې ډېرې نجونې به يې قرباني كېدلې، نور مخ په وركېدو دى، خو زياتوي چې لا هم د معارف او روغتيا په برخو كې د ښځو په وړاندې ګڼې ستونځې پر ځاى پاتې دي.

د افغانستان په جنوب ختيځ زون كې د ټولنيزو مسايلو څارونكي وايي، چې په دې وروستيو كې په دې سيمه كې د ښځو په وړاندې تاو تريخوالى د تېرو كلونو پر تله كم شوى او نور هم د كمېدو په لور روان دى.

په ګرديز كې د بشري حقونو د خپلواك كميسون د ساحوي دفتر سرپرست څارنوال شفيق الله نيازي څو ورځې وړاندې په دغه زون كې د ښځو په وړاندې د شته تاوتريخوالي په اړه وويل، چې تېر كال د جنوب ختيځ زون په دريو ولايتونو پكتيا، پكتيكا او خوست كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي (۲۷۵) موارد او سږ كال يې د (۱۷۲) پېښو راپورونه ثبت كړي،شفيق الله نيازى زياتوي:

(( په دې پېښو كې ځان سوځونه، په بدو كې وركړه، كورنى تاوتريخوالى او نورې حقوقي قضاياوې شاملې دي.))

د پكتيا د ښځو چارو ريسه حليمه خزان هم دا مني چې په دې ولايت كې د تېر پر تله له ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي اندازه كمه شوې ده،نوموړې زياتوي:

((د په پكتيا كې زموږ يا د ښځو چارو رياست په دې وروستيو كې دې ته زمينه برابره كړې چې د ښځينه وو ځينې حقوقي مسلې هوارې كړي.))

په جنوب ختيځ زون يا لويه پكتيا كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د كمېدو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال كې را دمخه كېږي چې لا هم د دې ولايت د لرې غرنيو سيمو ښځې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

د پكتيا ولايت د روغتيا رياست د مسوولينو له خوا په دې سيمه كې د روغتيايي ستونځو د له منځه تللو په موخه له سرپرستې وزېرې ثريا دليل غوښتنه وكړه، چې د دې ولايت د نفوسو د بيا شمېرنې له مخې دې د روغتيا په برخه كې پكتيا ته لازمه پاملرنه وكړي.

ليدل كېږي، چې د جنوب ختيځ زون په ليرې پرتو سيمو كې ښځې له ډول، ډول روغتيايې ستونزو سره مخ دي، په كورني تاوتريخوالي سربېره په ډېرى سيمو كې نجونو ته د لوست زمينه هم نه ده برابره شوې.

راپور-لمر نیازی، پکتیا
XS
SM
MD
LG