د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د افغان نجونو پر زده‌کړو د بندیز په غبرګون اسپانیا او کاناډا کې اعتراضي لاریونونه


اسپانیا کې د افغان نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د تړل کېدو په غبرګون د یو شمېر ښځو اعتراضيه لاریون
اسپانیا کې د افغان نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د تړل کېدو په غبرګون د یو شمېر ښځو اعتراضيه لاریون

په اسپانیا او کاناډا کې یو شمېر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د افغان نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د تړل کېدو په غبرګون اعتراضي لاریونونه وکړل.

د اسپانیا په سلامانکا ښار کې یو شمېر ښځې راټولې شوي چې د افغان نجونو زده‌کوونکو غږ تر نړیوالو ورسوي، د هغو نجونو غږ چې طالبانو يې ښوونځیو ته پر تګ بندیز لګوی او په کور یې کېنولي دي.

دا راټولې شوې ښځې وایي، طالبان "ترهګر" او د ټولو اسلامي احکامو خلاف دي چې د نجونو پر زده‌کړو یې بندیز لګولی دی.

د دې اعتراض کوونکو ښځو له ډلې مسعوده کوهستاني وایي: "نن د دې لپاره راټولې شوې یو او عدالت غوښتنه کوو چې زموږ د نجونو زده‌کوونکو حق تلف شوی، موږ به چپ نه‌کېنو موږ خپل غږ اوچتوو چې نړۍ پوه شي موږ لا ژوندي یو."

د کاناډا په تورنتو ښار کې هم يو شمېر ښځې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو زده‌کوونکو د ښوونځي په لباس د انتقاد په غبرګون اعتراضونو ته راوتلي دي.

په هغه بیان کې چې په کاناډا کې د اعتراض کوونکو ښځو له‌خوا خپور شوی راغلي چې زده‌کړې د نجونو او ښځو طبیعي حق دی او هېڅ‌څوک او ډله له زده‌کړو د دوی د محرومولو حق نه‌لري.

دغه ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه‌پېژني.

دغه ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه‌پېژني.
دغه ښځې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه‌پېژني.

نیلوفر چې کاناډا کې اوسېږي د طالبانو له‌خوا ښوونځیو ته د افغان نجونو زده‌کوونکو پر تګ د بنديز په غبرګون کې یې ازادي راډیو ته وویل: "له نړیوالو مو غوښتنه دا ده چې دوی (طالبان) باید په رسمیت ونه‌پېژني، طالبان ترهګره ډله ده چې د اسلام دین تخریبوي، د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ په هېڅ ځای کې ښوونځیو ته د نجونو په تګ بندیز نه‌شته، دوی بايد له افغانستان نه ولاړ شي او په پاکستان کې خپل پلانونه پلي کړي."

په کاناډا کې معترضو ښځو د یو پرېکړه‌لیک په صادرولو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغان ښځې او نجونې دې له پامه نه‌غورځوي.

د دې پرېکړه‌لیک په یوه برخه کې د دغو ښځو غوښتنې مشخصې شوي: "نړیواله ټولنه دې پر طالبانو شدید بندیزونه ولګوي او له بهرنیو سفرونو دې مخنیوی وکړي همدارنګه تر څار لاندې دې ونیسي."

د دې پرېکړه‌لیک په یوه برخه کې بیا راغلي چې "ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د بشري وضعیت د څارنې لپاره یوه ځانګړې کمېټه یا ډله وګماري چې په دغه هېواد کې له بشري سرغړونو مخنیوی وشي."

مخکې تر دې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د بشري حقونو شورا په خپله ۴۹ کلنۍ ناسته کې د حمل میاشتې په ۱۲مه نېټه، ریچارد بنیټ‌یې په افغانستان کې د اوسني بشري وضعيت د څارنې لپاره د راپور ورکوونکي په توګه وګماره.

ملګرو ملتونو ریچارد بنیټ‌یې په افغانستان کې د اوسني بشري وضعيت د څارنې لپاره د راپور ورکوونکي په توګه وګماره.
ملګرو ملتونو ریچارد بنیټ‌یې په افغانستان کې د اوسني بشري وضعيت د څارنې لپاره د راپور ورکوونکي په توګه وګماره.

طالبانو په دې اړه زموږ د راپور تر خپرېدو اړيکو او پیغامونو ته ځواب ونه‌وایه، خو مخکې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوی له شپږمو لوړ د نجونو د ښوونځیو د پیل لپاره د خپل مشرتابه لارښوونې ته په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیله دوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم له شپږمو ټولګیو پورته نجونو زده‌کوونکو ته د تګ اجازه نه‌ده شوې، د طالبانو دې پرېکړې په کور دننه او په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.

د دې غبرګونونو په دوام تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونوسیاسي استازولۍ (یوناما) پر ټویټرپاڼه هم لیکل شوي چې "د ځمکې په سیاره کې یوازې یو رژیم د نجونو د زده‌کړو مخنیوی کوي".

له دې ټولو فشارونو او غبرګونونو سره سره تر دې دمه له شپږم ټولګي پورته د دغو نجونو د ښوونځیو د خلاصولو لپاره د طالبانو پوهنې وزارت خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې او چارواکو يې ویلي چې په دې اړه د خپل مشرتابه حکم ته‌یې په تمه دي.

XS
SM
MD
LG