د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د طالبانو بيا راتګ ته له انديښنو سره سره له ښوونځيو سره د خلکو مينه زياته شوې


نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼه تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې، د طالبانو بيا راتګ ته له انديښنو سره سره په افغانستان کې له ښوونځيو سره د خلکو مينه زياته شوې.

ورځپاڼه د هلمند د مارجه ولسوالي د يوه اوسيدونکي په وينا چې د پوهنې يو مسوول دي، ليکي، کله چې طالبان په نويمو کلونو کې واکمنان شول د ښوونځيو ګڼ زده کوونکي له ښوونې پاتې شول او په دوه زره دوهم کال کې چې طالبانو بيرته دا سيمه پريښوده مکتبونه پرانيستل شول، خو څلور کاله وروسته چې بيا طالبان دلته راغلل مکتوبونه وتړل شول.

د معارف همدغه مسوول بيا وايي، په دوه زره لسم کال کې امريکايي ځواکونو يو ځل بيا د ښوونځيو پرانيستلو ته لاره هواره کړه.

د هلمند د معارف رياست د احصايې له مخې په دې ولايت کې يولک او څلويښت زره کسانو ښوونځيو ته د تګ لپاره نومونه ثبت کړې دي، خو په ولسې جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمه نيازۍ وايي، چې په دوه زره دوهم کال کې د هلمند په مرکز لشکرګاه کې يوازې پنځه اويا زده کوونکو درس وايه.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په باور، کله چې طالبان په نولس سوه شپږ نويم کال کې واکمنان شول، دوي ښوونځيو ته د نجونو او هلکانو پر تګ بنديز ولګاوه. په دوه زره لومړي ميلادي کال کې چې کله د امريکا په مشرۍ نړيوال ځواکونه افغانستان ته ولاړل، نو په ښارونو کې يو ځل بيا پر زده کړو ټينګار وشو او ورو ورو دغه ليواليتا په کليو او بانډو کې هم له تعليم سره زياته شوه.

د ورځپاڼې په باور د افغانستان اکثر کورنۍ غواړي چې اولادونه يې تعليم وکړي او په راتلونکې کې د کورنيو لګښت ته اوږه ورکړي.

نيويارک ټايمز بيا د هلمند د ښوونکو په وينا ليکي چې په ميليونونو ډالر د امريکا او نورې نړۍ د موسسو له لورې د هلمند پر معارف مصرف شوې خو د اداري فساد له امله دغه پيسې سمې پرځاي ونه لګيدې.

د نيويارک ټايمز په وينا د هلمند په کليو کې نن سبا له تعليم سره مينه زياته شوې ده. د ورځپاڼې په باور له دې سره دا هيله پيدا شوې چې حتي ځينو سيمو ته د طالبانو له بيا ورتګ سره به هم دوي ونه توانيږي چې د زده کړو سيستم ګډوډ کړي.

واشنګتن پوسټ:

يوه بله امريکايۍ ورځپاڼه واشنګتن پوسټ بيا په خپرې کړې مقالې کې پر طالبانو نه پر افغان ځواکونو انتقاد کوي او ليکي، افغان ځواکونه له ملکي خلکو سره سم چلند نه کوي.

د ورځپاڼې په باور په هغه رپوټ کې چې په ( شخړو کې د ملکي خلکو) په نوم يوه تحقيقاتي مرکز په واشنګتن کې خپور کړي دي، څرګندوي چې افغان حکومت او د دوي ځواکونه دا توان نه لري چې په افغانستان کې له ملکي تلفاتو سره مناسب چلند وکړي.

د دې تحقيقاتي مرکز په رپوټ کې دا هم ويل شوې دي چې افغانان اکثر وختونه نه دې توانيدلي چې قربانيانو ته سم تاوان ورکړي او د ملکي قربانيانو کورنۍ د واشنګتن پوسټ په باور د افغان حکومت له نيمګړيو تحقيقاتو هم شکايت لري.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼه بيا د افغانستان د ولسمشرۍ د رياست د وياند په وينا ليکي چې د پوځي سمو وسايلو د نشتوالي له کبله او د هوايي ځواکونو د نشتوالي له امله ملکي تلفات زياتيږي، خو بيا هم افغان حکومت د ملکي تلفاتو په برخه کې حساس دي او کله چې ملکيان وژل کيږي هڅه کوي چې مناسب تاوان د قربانيانو کورنيو ته ورکړي.
XS
SM
MD
LG