د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

خوستۍ ښځې کار او زده کړو فرصتونه غواړي


 خوست کې مېرمنې
خوست کې مېرمنې

خوستۍ نجونې او ښځې هغوی لپاره د زده کړو او کار د مناسبو فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي.

هغوی همداشان غواړي، د هغو نجونو او ښځو پرمخ دې د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، چې دا مهال د زده کړو څخه بې برخې پاتې شوې دي.

د تېر کال په اګست کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو وروسته د افغان نجونو پر مخ د اوم ټولګي څخه د پورته صنفونو زده کړې بندې شوې دي.

خوستیو نجونو او ښځو یادې څرګندونې نن د اپریل په ۲۰مه د النور د روغتیايي زده کړو په انسټیټوټ کې د شمولیت په خاطر د کانکور د ازموینې په څنډه کې مشال راډیو ته وکړې.

د کانکور یوې ګډونوالې بسمینې وویل، په کار ده، چې په افغاني ټولنه کې د ښځو زده کړو ته پاملرنه ډېره شي.

هغې زياته کړه: "غوښتنه مو داده چې په خوست کې خاص د نجونو او ښځو لپاره په ښوونځيو، انسټیټونو، لېسو او پوهنتونونو کې د دوی روزنې ته توجه ډېره شي، دولت باید موږ ته د زده کړو په بهیر کې د ګډون چانس راکړي، هغه خویندې چې په کورنو ناستې دي، د هغوی لپاره ښوونځي پرانیستل شي، یانې موږ ته د پرمختګ چانس راکړي."

د انسټیټوټ یوه محصله مریم د ښځو زده کړه اړینه ګڼي او غوښتنه کوي، چې هغوی ته دې د زده کړو وړ شرایط برابر کړي.

نوموړې زیاتوي، که چیرې ښځه شځينه ډاکټرې ته ورشي، په ښه ډول به تداوي او معالجه شي.

خوستۍ ښځې
خوستۍ ښځې

یوه بل محصله حسینه وايي، بشري ټولنه د نارینه او ښځینه وو څخه جوړه ده، نو د نارینه وو په شان د ښځو زده کړو او کار ته هم اړتیا ده.

د کانکور یوه ګډونواله عالیه وايي، زموږ په هېواد کې ښځې له تعلیمه ورسته پاتې شوې، حال دا چې د شریعت او قانون له مخې ښځینه او نارینه په یو ډول د زده کړو د حاصلولو حق لري.

نوموړې زیاته کړه: "د دولت څخه مو هیله کېږي، چې په خصوصي او دولتي برخو کې انسټیټونه جوړ کړي، ځکه زموږ خویندې زده کړو ته ډېره اړتیا لري، باید په ډېرو برخو کې دوی ته د زده کړو زمینه برابره شي، ځکه ښځې او نارینه په تعلیم او د ژوند نورو برخو کې د اسلام دین له نظره یو ډول حقوق لري، موږ د دولت او نورو مشرانو څخه دا هیله ده، چې په خاصه توګه نجونو او ښځو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړي."

د نجونو زده کوونکو او محصلانو یوه مهمه غوښتنه د ښو زده کړو په خاطر د عملي زده کړو د زمینو برابرول دي.

د النور د روغتیايي زده کړو انسټیټوټ مرستیال محمداکبر نوري وايي، دوی د محصلانو لپاره د نظري او عملي زده کړو ټول لازم فرصتونه برابر کړي دي.

نوموړی زیاتوي: "نن ورځ مو د ۲۳۳ تنو خویندو او وروڼو څخه د کانکور ازموینه اخلو، چې ۹۶ تنه يې خویندې دي، چې دوی به په څلورو مختلفو څانګو کې د نظري زده کړو تر څنګ په عملي برخه کې هم روزل کېږي، دوی ته د خوست په مختلفو کلینکونو او لابراتوارونو کې عملي روزنه هم ورکول کېږي."

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې زده کړو په کې څه نا څه پرمختګ کړي او د درې لکه زده کوونکو له جملې يې یو لک تنه نجونې دي.

په دې وروستیو کې چې په افغانستان کې بې کاري زیاته شوې او حکومتي ادارو کې د کار کولو فرصتونه کم شوي، حرفوي او روغتیايي زده کړو ته د ښځو او نارینه وو لیوالتیا ډېره شوې ده.

XS
SM
MD
LG