د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

ارزګان کې سلګونه مېرمنې د ورځې له ‍۱۴ افغانیو په ټيټه بیه کار کوي


په ارزګان کې یوه مېرمن په لاس د خامکي غاړې د جوړولو پرمهال
په ارزګان کې یوه مېرمن په لاس د خامکي غاړې د جوړولو پرمهال

ارزګان کې تر ۶۵۰ زیاتې مېرمنې د ورځې په ‍۱۴ افغانۍ او یاهم له دې په ټيټ بیه کار کوي.

په دغه ولایت کې سلګونه ښځې د سهار تر ماښام پورې د ۱۴ افغانیو په بدل کې کار کوي؛ کوم چې د فقر او ولږې ښکاره بېلګه ګڼل کېداى شي.

نور بي بي او د کلي نورې ښځې په ترینکوټ ښار کې د اغاشېرین دوکان ته راغلي.

دوى د اغاشېرین سره د لاسي غاړو د جوړولو په برخه کې کار کوي.

یادې ارزګانۍ مېرمنې چې د ورځې په۱۴ افغانۍ او یاهم له دې په ټيټه بیه کار کوي، د خپلو ګټلو پیسو د ترلاسه کولو لپاره راغلي څو د اختر لپاره د کور توکې پرې واخلي خو د دوى په لاس جوړې شوې غاړې لاهم د اغاشېرین په دوکان پرتې دي او نه دي پلورل شوي او یو شمېر بېرته ناهیلي د کور پر لور ځي.

کاريګرې ارزګانۍ مېرمنې
کاريګرې ارزګانۍ مېرمنې

۲۷ کلنه نور بي بي ازادي راډيو ته وویل چې له کلنو راهیسي د لاس غاړو د جوړلو په برخه کې د اغا شېرين سره کار کوي.

دا وايي، اغاشېرین ورته ټوکر ورکوي او دا پرې لاسي غاړه د څلور زره او یاهم د درنیم ززه افغانیو په بدل کې جوړوي، چې دا غاړه د یوه کال او یاهم یولسو میاشتو په موده جوړېږي.

دا وايي: "دا لاسي غاړه زه په یوه کال کې جوړم، څلور پنځه ډول کار په کې کوم، وروسته يې ماته په بدل کې اته زره او یاهم ووه زره پاکستانۍ کلدارې راکول کېږي، له کوچنیوالي دا کار کوم او دا کار له مجبورۍ څخه کوم ځکه بل کار نه شته."

نوربي بي وايي، د لاسي غاړو دا کار سخت دي او په ځوانه ځوانۍ ورڅخه د ژوند مزه اخیستې ده.

دا وايي:" د لاسي غاړو دا کار ډېر سخت دي، زه اوسمهال پر پښو سمه نشم تللى ځکه ټول ورځ ورته ناست یم، پښې او ملا مې درد کوي او د سترکو دید مې ضعیف شوى دى او تر څنګ د سر درد لرم څه چې ګټم اوس هغه نمايي بېرته پر درملو پېرولو راڅخه مصرف شي."

خو ارزګانۍ مېرمنې په ورځني ډول دغه ۱۴ افغانۍ هم غنیمت ګڼي ځکه په دغه ولایت زرګونه نور داسې مېرمنې شته چې دغه ۱۴ افغانۍ عاید هم نه لري.

ساميه، چې د اغا‌شېرین هټۍ‌ ته راغلې او غواړي دا کار پیل کړي، خو د هغه په وینا چې لومړی یې کار باید د دوکاندار له‌خوا ومنل شي او بیا کولای شي چې دا کار پیل کړي.

هغې وویل: "زموږ د کلي نورو ښځو هم د دغه هټۍ څخه مزدوري اخیستې وه، زه هم راغلمه چې وګورمه، څومره پيسې ما ته پر مزدوري راکوي، هغه مرستې چې دلته د خلکو سره کېږي، موږ ته نه رسېږي. اولادونه مو وږي دي، ځکه موږ اوس دلته په مزدورۍ پسې راغلي يو."

د طالبانو په راتګ سره که هم په ظاهره په افغانستان کې جګړه درېدلې خو د افغانانو کړاونه په تېره بیا د ټولنې د نيمايي برخې چې ښځې دي، د دوى ژوند له کلي او تر بانډو نیولې بیا تر ښارونو اغېزمن شوي دي.

د افغانستان په جنوب کې مشهوره لاسي صنایع خامکي غاړې دي چي په نړیواله کچه خورا زیات مينه وال لري.

اغا‌شېرين چې د ترينکوټ ښار په يوه مارکېټ کې په لاس د جوړو شویو غاړو او نورو بېلا‌بېلو توکو کاروبار کوي، وايي چې اوس ورسره په دې کار کې شاوخوا ۶۵۰ مېرمنې پر کار بوختې دي، چې زیات برخه يي کلیوالي مېرمنې دي.

دى وايي، هرې مېرمنې ته د غاړې په کتو له څلور زره پاکستانۍ کالداري نیولې بیا تر لس زره پاکستانۍ کالداري ورکوي، هغه غاړې چې یوه مېرمنه يې تر یوه کال کارکولو وروسته جوړوي.

هغه زیاتوي: "دغه کار چې ما پیل کړی، شاخوا ۵ کاله کېږي. تراوسه زما سره دلته په دې کار کې شاوخوا۶۵۰ کونډې او ناچاره مېرمنې پر کار بوختې دي. زه او هغوی له همدې لارې کار کوو او د خپل کورنۍ اړتياوې پوره کوو."

اغا‌شېرين زیاتوي، هره مياشت د خپلې کورنۍ لپاره ۲۵ زره افغانۍ ګټي او دغه مېرمنې هم له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

اغا شېرین او دغه مېرمنې وايي، دغه لاسي غاړې د افغانستان بهر ښه مينه وال او بازار لري خو وايي، لاره نه لري چې څنګه يې تر نړیوالو ورسوي.

دوی د ازادي رادیو سره په خبرو کې له دولته وغوښتل چې لاسي صنایعو ته يي نړیوال بازار پیدا کړي.

د ترينکوټ ښار يوه څنډه
د ترينکوټ ښار يوه څنډه

دغه مېرمنې زیاتوي، چې اقتصادي ستونزو اړې کړي د کمو پیسو په بدل کې هم کار وکړي.

دا داسې مهال دی، د «ګالوپ» په نامه یوې امریکايي موسسې څه موده وړاندې ویلي وو، افغانستان کې د فقر زیاتوالي له امله د دغه هېواد ۹۴ سلنه خلک د خپل ژوند وضعیت څخه ځورېږي.

دغه بنسټ زیاته کړې وه، د افغانستان ۷۵ سلنه وګړي خپلو کورنیو ته د خوراک د برابرولو توان نه‌لري او د نارینه‌وو په پرتله تر ډېره ښځې له خپل ژوند څخه کړېږي.

XS
SM
MD
LG