د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

ارزګان کې د جګړو بل زیان؛ روغتیاپالان: ډېری مېرمنې په رواني ناروغیو اخته دي


ارشیف، ارزګان کې یو شمېر مېرمنې د ازادي راډیو پوښتنې ځوابوي
ارشیف، ارزګان کې یو شمېر مېرمنې د ازادي راډیو پوښتنې ځوابوي

افغان روغتیا پالان وايي، په ارزګان ولایت کې زیات شمېر ښځې جګړې، کورني تاوتریخوالي او فقر په روانې ناروغیو اخته کړي دي.

  • جان بي بي خپلې ستونزې داسې بیانوي

د دې ولایت یوه اوسیدونکې ۲۲ کلنه جان بي بي چې د واده یې یو کال کیږي، د کورني تاوتریخوالي سره مخ ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، خواښې یې ورسره ظلم کوي چې له امله یې په رواني ناروغیو اخته شوې.

جان بي بي وايي، د درملنې پیسې نه لري، خو په بدل کې یې د هغه ډاکټر د جامو غاړه په مزدوري جوړوي: "ټول عمر مې په درمل خوړلو تېره شوه، هر ډاکټر ته چې ورشم زر او یا هم دوه زره افغانۍ راڅخه واخلي، خو درمل یې ګټه نه راته کوي، له ژونده ډېره ستړې یم، خوب مې نشته، پر عصابو مې بوج راځي، سر مې داسې درد لري زه وام چې اوس به دوه ځایه شي، د درملو په پور کې اوس هغه ډاکټر ته د جامو غاړه جوړوم، له درې میاشتو راهیسې پرې بوخته یم، خو لا مې هم نیمايي ته نه ده رسولی."

جان بي بي زیاتوي، د خپل راتلونکي په اړه ډېره اندېښمنه ده او بېره لري چې یوه ورځ به ځان ووژني.

جان بي بي وايي، د درملنې پیسې نه لري، خو په بدل کې یې د هغه ډاکټر د جامو غاړه په مزدوري جوړوي
جان بي بي وايي، د درملنې پیسې نه لري، خو په بدل کې یې د هغه ډاکټر د جامو غاړه په مزدوري جوړوي

په دې ولایت کې یوازې جان بي بي نه ده چې له دې ناروغیه کړيږي، ۴۴ کلنه شافعه هم د فقر او بې وزلۍ له امله دې په دې رنځ اخته ده.

  • د شافعې دردونکې کیسه

نوموړې وايي، په ۲۴ ساعتونو کې دوه ساعته هم خوب نه لري چې په وینا یې ټوله ورځ په ژړا او خپګان تیروي: "روغه ورځ مې ولاکه لیدلي وي، سر مې درد کوي، ټوخی او د نس درد لرم، یوه ګوله ډوډۍ وخورم، هغه مې پر سر درد شي، نس او ځیګر مې خوږیږي، خوب مې نشته ټوله شپه په ویښه ناسته یم، نه پوهېږم چې ولې داسې یم؟ د کور ژوند دی ماشومان ډوډۍ راڅخه غواړي حیران پاتې یم چې څه وکړم؟ خو زه یې نه لرم او ناروغه یم."

د شافعې او جان بي بي د ستړي ژوند کیسې په ارزګان ولایت کې د زرګونو ښځو له کیسو څخه یوازې دوې کیسې دي.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون مسوولینو ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت کې د پخوا پرتله په رواني ناروغیو د اخته ښځو شمېر څو چنده زیات شوی دی.

د ترینکوټ د ولایتي روغتون ډاکټر امین الله توخي وايي، دوی ته هره ورځ تر ۳۰ پورې هغه ښځې د خپلې درملنې لپاره ورځي چې په رواني ناروغیو اخته وي.

دی وايي: "دا چې په ارزګان ولایت کې جګړې زیاتې دي، خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، غذايي مواد هم نه لري، د افغان دولت تر ولکې لاندې سیمو څخه یوازې د ورځې ۳۰ په رواني ناروغیو اخته مېرمنې درملنې ته راځي چې لامل یې همدا جګړه، فقر او بې وزلي ده."

د ترینکوټ د ولایتي روغتون ډاکټر امین الله توخي
د ترینکوټ د ولایتي روغتون ډاکټر امین الله توخي

توخي وړاندې وايي، په افغانستان کې به د رواني ناروغیو شمېر تر هغو پر خپل ځای پاتې وي چې بې وزلي او د جګړو اغېز نه وي کم شوی.

نوموړی همدا راز زیاتوي، دغه ولایت کې په رواني ناروغیو د اخته مېرمنو شمېر خورا زیات دی ځکه ګڼ خلک د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي او هلته روغتون ته لاس رسی نه لري چې دا ډول ناروغۍ راپور شي.

د 'پلوس میډیسن' روغتیايي ژورنال د یوه څېړنې له مخې، په نړۍ کې تر ټولو زیات په ژور خپګان اخته کسان افغانان دي.

څیړونکو زیاته کړې چې په افغانستان کې لسیزو اوږدې جګړې او اقتصادي ستونزو د افغانانو پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG