د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

کندهار ته بې ځایه شوې کونډې: له بې وزلۍ خیرات ته اړې یو


کندهار کې یوه رابې ځایه شوې کونډه مېرمن چې د خپلو اولادونو لپاره ګدايي کوي.
کندهار کې یوه رابې ځایه شوې کونډه مېرمن چې د خپلو اولادونو لپاره ګدايي کوي.

کندهار ښار ته رابې ځايه شوې کونډې مېرمنې اړ شوي چې د خپلو اولادونو د روزنې لپاره خلکو ته د سوال لاس وغځوي او وايي، جګړو ورڅخه د کورنۍ سرپرستان اخیستې او ځينې یې معلول کړي چې له امله دوی اړ شوي، له کورونو ووځي او خيرات ټول کړي.

راضيه هغه ځوانه مېرمن ده چې د خپلو پنځو اولادونو د روزنې لپاره د کندهار ښار پر سړکونو ګرځي او خيرات ټولوي.

نوموړې وايي، د جګړو له امله مجبوره شوې چې د خپلو اولادونو او معلول خاوند سره يوځای کندهار ته راشي، خو په وینا یې دلته نه شي کولی اولادونو ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي، ځکه خاوند يې پر ځای پروت دی او د ګټې وټې سړی نه لري.

نوموړې زیاتوي: "د ارزګان له جنګونو راغلې يم، کوچني ماشومان مې راايستلي، د خوارۍ سړی نه لرم، پنځه ماشومان مې دي، د دغه پنځه ماشومانو زه ساتنه کوم، که مې يو څه پیدا کړل، راوړم یې که نه، داسې ورته ګرځم، خلکو که يو څه راکول ښه تر ښه که یې خوشکه راته وکړه، ورڅخه ځو، زموږ هم خپل سرايونه، ځمکې او جایدادونه وو، خو اوس جګړو اړ کړو څو له خلکو خیرات وغواړو دا موږ ته ښه خوند نه راکوي."

د راضيې په خبره، کله کله ځینې خلک ورته سپکې سپورې هم وایي، خو د اولادونو د ګېډې غم اړ ایستي چې د خلکو له پیغورونو سره-سره خیرات ټول کړي.

نوموړې وايي: "خلکو شل واره بدې خبرې راته کړي وایي، ولې پر کور نه کښېنئ، موږ ورته وایو چې وروره موږ ته يې تاسو راکړئ چې پر کور کښېنو، زموږ خلکو هلته ارزګان کې خوارۍ کښلې، هلته یې مزدورۍ کولې، خو اوس هغه دی خوارکی پرځای پروت دی خوارۍ نه شي کښلای چې د خوارۍ وای، خو ښه وو، موږ ته هم ښه خوند راکوي چې ځای پرځای کښېنو."

کونډه راضیه وایي، د اولادونو د ګېډې غم اړ ایستي چې د خلکو له پیغورونو سره-سره خیرات ټول کړي.
کونډه راضیه وایي، د اولادونو د ګېډې غم اړ ایستي چې د خلکو له پیغورونو سره-سره خیرات ټول کړي.

۳۵ کلنه ګلالۍ د هلمند ولايت د سنګين د ولسوالۍ څخه کندهار ته را کډواله شوې وايي، خاوند یې په بمبار کې وژل شوی او اوس د اولادونو روزنې مجبوره کړې چې خیرات ټول کړي.

ګلالۍ وايي: "کورونه راڅخه پاتي، ټوله ورځ دا وچ سړک ته مو دا کوچني ماشومان راايستلي، که يو څوک راباندې مهربانه شو، يو شی یې راکړ ښه تر ښه، که نه ناست يو د الله ج رضا ته."

په عین وخت کې د کندهار د ښځو چارو رئیسه روقيه اڅکزۍ وایي، دوی تېر کال ډېر شمېر لوستي ښځې موسساتو او دولتي ادارو ته د کارکولو په پار ور پیژندلي او دغه راز یو شمېر نالوستو مېرمنو ته یې د 'MC' دفتر په مرسته د خياطۍ، ارايش او پردو جوړولو د زده کړې زمينه برابره کړې.

نوموړې وايي پلان لري چې سږکال هم زر بې ځايه شوې مېرمنې په کار وګماري: "موږ مختلفې ځوانانې نجونې يعنې روشن فکره نجونې موسساتو ته معرفي کړي او دغه ډول په دولتي چوکاټ کې مو ورسره همکاري کړې، خو ولې بیا هم اصل د کار زمينه برابرول د کار او امور اجتماعي دنده ده، ترڅنګ يې هم زموږ هغه بې سواده خویندې دي چې هغوی بې ځایه شوي، د هغوی لپاره مو د 'MC' موسسې په همکارۍزیات تعداد خويندو ته د کار زمينه برابره کړې وه اوس مو هم تر لاس لاندې دي. دا پروګرام د درېيو کلو لپاره دی."

د کندهار د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو پر اساس تېرکال په دې ولایت کې د شااوخوا ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه د روانو جګړو له امله شااوخوا ۲۱ زره کورنۍ د خپلو مېنو څخه رابې ځایه شوي.

د دغه کورنیو لپاره اقتصادي کمزوري او د کاري فرصتونو نشتوالي تر ټولو جدي ستونزې دي.

XS
SM
MD
LG