د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

ارزګان کې له میراثه محرومې مېرمنې: په شته مځکو کې موږ خیرات ټولوو


ارزګان کې یو شمېر مېرمنې
ارزګان کې یو شمېر مېرمنې

د ارزګان یو شمېر مېرمنې شکایت کوي چې د کورنۍ نارینه خپلوان په ځانګړي توګه وروڼه په جایداد کې حق نه ورکوي. د دوی په وینا، دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو ډول دی.

د افغانستان اساسي قانون ښځو او نارینه وو ته د جایداد لرلو برابر حق ورکړی او دیني علما هم وايي چې ښځې د نارینه وو غوندي په میراث کې شرعي حق لري.

  • بي بي هوا د ميراث له حقه محرومه مېرمن ده

د ارزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي ۳۷ کلنه بي بي حوا له همدغو مېرمنو څخه یوه ده، دی وايي، ورورنه يې پوښتنه نه کوي او د میراث حق هم نه ورکوي.

دده په ټکو خاوند یې په جګړه کې وژل شوی او خپله په ترینکوټ کې په یوه کرايي کور کې له خپلو پنځو ماشومانو سره ژوند تیروي.

بې بې حوا زیاتوي، که څه هم دا زیاته ځمکه لري، خو د مېړه تر وژل کېدو وروسته يې د زیاتو اقتصادي ستونزو له امله اړه شوې چې په ترینکوټ ښار کې خیرات ټول کړي: "دا چې زه نن داسې خواره یم لامل يې دا دی چې ورونو په ځمکه کې حق نه دی راکړی، د خلکو جامې مینځم او د کور کرایه پرې برابروم."

که څوک خویندو ته د پلار په جایداد کې له حق ورکولو منکر شي، کافر دی.

بي بي حوا وايي، وروڼو نه یوازې دا چې د پلاره په پاتې میراث کې حق نه دی ورکړی، بلکې د دې پر سر يې د ولور په نوم په لکونو افغانۍ هم اخېستي او هغه پیسې چې د دې حق مهر کېږي، هم يې نه ورته ورکوي.

  • زرمینه هم له خپل کړاوه ژاړي

هاخوا په دې ولایت کې د زرمینې په نوم یوه بله مېرمن ده چې د نوموړې په ټکو ورونو بېله کړې.

نوموړې ۳۳ کلنه ده او وايي، نه یوازې دا چې وروڼه یې په میراث کې برخه نه ده ورکړې، بلکې هڅه کوي چې د پلار له کوره يې هم منع کړي.

د ارزګان ولایت
د ارزګان ولایت

د زرمینې مېړه هم وژل شوی او اوس په ترینکوټ ښار کې په یوه کرايي کور کې ژوند تیروي.

نوموړې د خپل ستړي ژوند کیسه کوي: "وروڼه مې حق هم نه راکوي او د خور په سترګه هم نه راته ګوري، زه زیاته ځمکه د خپل پلار په میراث کې لرم، خو وروڼه مې يې خوري. زه خیرات ټولوم ځان او ماشومان پرې ساتم."

زرمینه زیاتوي، که پلرونه په خپل جایداد کې د لوڼو برخه په خپل ژوند وربېله کړي، وروڼه به هېڅکله د پلرونو تر مړینې وروسته له خویندو د هغوی حق ونه خوري.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې ښځې او نارینه د جایداد لرلو برابر حق لري، خو په عمل کې حقیقت بېل دی.

که څه هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښځې په ځمکو کې درانه کارونه کوي خو داسې موارد لږ دي چې ښځې دې د دغو ځمکو څښتنې وي.

په ارزګان ولایت کې له بېلابېلو ښځو سره تر خبرو وروسته دا څرګنده شوه چې په ډېری مواردو کې پر ښځو فشار راوستل کېږي چې په جایداد کې له خپله حقه لاس واخلي چې کورنۍ یې ورسره روابط قطع نه کړي یا د ټولنې له پېغور سره مخامخ نه شي.

  • دیني علماء څه وايي؟

دیني علماء هم وايي، د پلار څخه په پاتې میراث کې خویندې د وروڼو په څېر شرعي حق لري.

د ارزګان مرکز ترینکوټ
د ارزګان مرکز ترینکوټ

په ترینکوټ کې یوه دیني عالم مولوي عبدالله قریشي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې که څوک خویندو ته د پلار په جایداد کې له حق ورکولو منکر شي، کافر دی.

دی وايي: "که یو ورور د خپلې خور پر حق نه ورکول منکر شي، نو کافر دی. ځکه خویندو ته الله حق ورکړی او دا خبره يې په قرانکریم کې کړې او که څوک د قرانکریم له یوه توري منکر شي کافر دی، خو که منکر نه وي او وخت ورباندې تېروي دا بیا ګناهکار دی. نو زموږ غوښتنه له خلګو دا ده چې خپلو خویندو ته دې د پلار په جایداد کې حق ورکړي."

بي بي حوا او زرمینه په ارزګان ولایت کې د زرګونه مېرمنو څخه دي چې کړېدلی ژوند لري او له خپل قانوني حق څخه بې برخې دي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG