د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۱۲

ارزګانۍ ښځو د ستنې د کار دود ژوندی ساتلی، خو په کومه بیه؟


نوریه او معصومه د ارزګان له هغو ښځو څخه دي چې د ستنې دودیز کارونه یې ژوندي ساتلي

په ارزګان ولایت کې ښځې د ستنې دودیز کار ژوندی ساتي او د دې هنر په بدل کې له خپلو کورنیو سره اقتصادي مرسته هم کوي.

له دوی څخه دوه خویندې صایمه او نوریه هم دي چې د ستنې په دودیز کار سره د خپلې کورنۍ لګښت پوره کوي.

دوی د خپل عمر زیاته برخه د خپل یوازیني ورور د تعلیم لپاره بېله کړې او هڅه کوي چې د خپل ورور راتلونکی روښانه کړي.

د ۱۸ کلنې نوريې او ۲۰ کلني معصومې پلار کلونه مخکې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی وو. دوی ته اوس د خپلې ۷ کسیزي کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده چې د ترینکوټ ښار په څنډه کې د کرایه په یوه خټین زاړه او نړیدلي کور کې اوسیږي.

نوریه د خپلې مشرې خور څنګ ته ناسته ده، یو تور رنګه ټوکر يې پر ځنګانه ایښی او د ستنې کار پر کوي.

نوریې ازادي راډيو ته وویل چې د دې پر زړه د زده کړو ارمان نیمګړی پاتې دی چې د کلتوري ټولنیزو محدیتونو له امله یې کورنۍ ښوونځي ته د تګ مخه نیولی، خو نه غواړي چې ورور بې تعلیمه پاتې شي.

دا وايي: "د ستنې کار کوم، په ښار کې ټوکر پیرم او بیا غاړې، ګنډونه او دغه راز پر پټوانو او لستوڼو هم د ستنې کار کوم، ټول ورځ مې همدا کار دی، تر ګوتو مې ستن وواته، خو د ورځې ۱۵۰ کالدارې ګټم، هغه نو زیات برخه د خپل ورور پر تعلیم لګوو او پاتې پیسو يې د کور توکي اخلم."

دوی دواړه خویندې د همدې ستنې کار له لیارې د کور نفقه برابروي
دوی دواړه خویندې د همدې ستنې کار له لیارې د کور نفقه برابروي

نوریه او معصومه له هغو افغان ښځو څخه دي چې نه یې یوازې د خپل ولایت دودیز د ستنې کارونه یې ژوندي ساتلي، بلکې له دې طریقه د کورنۍ اقتصاد هم پر مخ وړي، خو کله چې دا ډول هنر یوه اقتصادي اړتیا شي، پر ښځو د فشار لامل کېدای شي.

مصومه دې ستونزې ته په اشاره وايي: "موږ دغه د ستنې کار د کلونو-کلونو راهیسې کوو چې اوس يې په عصبي ناروغي اخته کړي یو ، په سترګو هم سم شي نه شو لیدلای، په میاشت کې ضرور ډاکټر ته یو ځل د درملنې په موخه ځو."

د ستنې کارونه د افغان ښځو د هنر یوه لرغونې بڼه ده، خو د دې کار کوونکې ښځې وايي چې خلک اوس د پخوا په څېر د ستنې د لاسي کار قدر نه کوي ځکه ماشیني کارونه زیات دي.

د معصومې او نوریې مور شیرینه وايي، پر ډېرو ستونزو سربېره د خپلو لوڼو په تڼاکو لاسونو جوړې شوې لاسي غاړې او پټوان تر ترینکوټ ښاره وړي، خو هغومره ګټه نه راوړي چې څومره یې حق دی.

زبیح الله په ترینکوټ کې د جامو پلورلو دوکان لري چې د نورو جامو ترڅنګ لاسي توکي هم د شیریني په څېر له مېرمنو څخه پيري.

دا چې ولې اوس د پخوا پرتله لاس توکي قیمت نه لري زبیح الله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د لاسي غاړو د نه وتلو لامل دغه د کمپیوټري غاړې دي چې اوس جوړیږي، ځکه کمپیوټري غاړې هم اوس په ښه ډیزان او کیفیت جوړیږي او قیمت يې ټيټ دی او د لاسي غاړو قیمت لوړ دی او بله ستونزه دا ده چې په ارزګان کې اوس مېرمنې لاسي غاړې لا هم هغه د پخوا په ډيزاینو کې جوړوي چې څوک یې ډېر نه خوښوي."

اوس د پخوا پرتله لاس توکي قیمت نه لري
اوس د پخوا پرتله لاس توکي قیمت نه لري

شیرینه وايي، که دولت ورته د نورو کار زمینه برابره کړي، لکه د چرګانو فارم یا هم غوا ساتل نو سمدستي به خپلې لوڼې د ستنې له کاره منع کړي ځکه د دې په وینا د هغوی پر روغتیا یې منفي اغېز کړی دی.

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسولین وايي، دوی په دغه ولایت کې د بې سرپرسته مېرمنو لپاره د قالین اوبدلو او ګلدوزي په برخه کې حرفوي زده کړې ورکوي.

د یادې ادارې مشر فضل محمد حقبین ازادي راډيو ته تائید کړه چې په ارزګان کې ډېری بې سرپرسته مېرمني رسمي او غیر رسمي کارونه نه لري، خو وايي، دوی پلان لري چې نورې حرفې به هم خلاصې کړي او دغه راز پر یو داسې پلان کار کوي چې د دغو لاسي صنایعو لپاره له ترینکوټه دباندې یو بازار ومومي.

XS
SM
MD
LG