د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

ارزګان کې له خپلو حقونو بې برخې مېرمنې؛ "راډيو هم د کورنۍ له غړو په غلا اورو"


په ارزګان یو شمېر مېرمنې وايي، که څوک وغواړي د خپلو حقوقو دفاع وکړي، مبارزه یې ښايي مثبته نتیجه ولري.

دوی وايي، دې ولایت کې هغه نجونې چې کورنۍ يې د زده کړو، کار او نورو اساسي اړتیاوو د پوره کولو اجازه نه ورکوي، دوی د کور د څلورو دیوالونو منځ کې په نه امکاناتو خپله مبارزه پیل کړې ده. هغه دا چې د دوی په وینا خپله مبارزه یې له سیمه ییزو راډيو ګانو سره د ټیلیفون له لارې پیل کړې او دوی ته خپل حالت بیانوي.

که څه هم یادو کلیوالو مېرمنو ته د ټیلیفون کارولو او رسنیو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي، خو د دوی زیات شمېر په مستعارو نومونو رسنیو ته زنګ وهي او د زړه خواله ورسره کوي.

د امینه سولې غږ چوپ ساتل شوی

د دې ولایت یوه نجلۍ چې مستعار نوم یې 'امینه سوله' ده شعرونه لیکي.

نوموړې د ارزګان مرکز ترینکوټ د یوې لېرې پرتې سیمې اوسېدونکې ده، خو په وینا یې دغه د شعر ویلو استعداد یې په څلورو دېوالونو کې پټ او غږ یې چوپ ساتل شوی دی.

د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار
د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار

امینه سوله هڅه کوي چې شعرونه او پيغام یې تر نورو ښځو او اورېدونکو ورسېږي.

نوموړې خپل د زړه خبرې د راډيو سره د ټیلیفون له لارې کوي، د شعرونو ترڅنګ د خپلو او خلکو د حقوقو پر مسایلو هم غږېږي: "زه خپله یوه پیغله یم، غواړم د رسنۍ له لارې ډېر څه ترلاسه کړم، عامه پوهاوی خلکو ته ورکړم، که څه هم غونډو ته لاسرسی نه لرم او بهر ته د تګ اجازه هم نه راکول کېږي، خو د خپل زړه خبره د رسنیو له لارې تر نورو رسوم."

خو دغه ولایت کې د خپلو حقونو لپاره د غږ پورته کول هم یو شمېر ښځو ته ډېری وخت د سر په بدل تمام شوې.

د ښځو چارو ریاست د معلوماتو پر اساس ارزګان کې زیاتې نجونې د دوی د کورنۍ غړېو له لوري په دې خاطر وژلي چې راډيو کې د ټیلیفون له لارې خبرې کوي، شعرونه وايي او یا هم راډيو کې پر یوه ټاکل شوي موضوع خپل نظر څرګندوي.

زرمینه هم له خپلو حقوقو بې برخې ده

د زرمینې په مستعار نوم بلې ارزګانۍ پیغلې د خپلو حقوقو لپاره رسنیو کې مبارزه کوي.

زرمیني ازادي راډيو ته وویل چې ارزګان کې ښځې د خپلو حقوقو څخه بې برخې او ان کور کې د راډيو اورېدلو اجازه نه ورکول کېږي، خو دوی یې په پټه اوري.

نوموړې زیاته کړه: "که رښتیا ووایم، راډيو د کورنۍ له غړو څخه په غلا اورم او زموږ د کور نورې ښځې هم راډیو په غلا اوري ځکه د کور نارینه غړي موږ ته اجازه نه راکوي، زموږ د افغانستان داسې خلک دي چې راډيو اورېدل د ښځو سره ښه کار نه ګڼي، د ښځو د تعلیم سره هم خلاف دي او بس دغه د دوی خوښېږي چې دغه ښځې ټول عمر بندیانې وي، په هېڅ خبرې نه وي او هېڅ حقوق نه ورکول کېږي، دوی تل کوښښ کوي چې ښځې داسې له هر څه بې برخې پاتې شي."

د ارزګان ولایت دغه کلیوالې مېرمنې د رسینو رول او فعالیت په ټولنه کې مهم بولي او وايي، د راډیوګانو تفریحي پروګرامونو دوی له رواني ناروغیو څخه تر یوه بریده ژغورلي دي.

XS
SM
MD
LG