د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د ارزګان یو شمېر مېرمنې په دې ولایت کې ښځو ته پارک یا مېله ځای غواړي


ارشیف، یو شمېر ارزګانی مېرمنې
ارشیف، یو شمېر ارزګانی مېرمنې

په ارزګان ولایت کې ښځې د کلتوري محدیتونو له کبله نه یوازې دا چې له کوره بهر د کارکولو اجازه نه لري بلکې د تفریح لپاره هم فرصت نه لري.

په دغه ولایت کې په کال کې دوه ځلي د ساعت تیري موقع رامنځته کېږي چې دوه اخترونه دي، خو ښځې نه شي کولای په دغو ورځو هم تفریح وکړي.

یوازې د ځینو کورنیو ښځې دا فرصت لري چې د اختر په ورځو کې تفریح وکړي، خو په ټوله کې داسې ځای یا پارک نشته چې ښځې پرته له وېرې د تفریح لپاره ورشي.

نور بي بي د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اوسیدونکې ده دې ازادي راډيو ته یې وویل چې ځينې خلک د ښځو له تفریح سره مخالفت کوي، ځکه د ښځو لپاره ځانګړی پارک نشته: "د ارزګان ښځې ډېرې خوارې دي، د اختر په درېیو ورځو کې، د دوه یا درېیو کلیو ښځې له کوره راووځي، هغه د کلي په منځ کې چې لږ پراخه ساحه ولري، په خاورو کې ناستې وي، پارک او یا هم کوم بل ځای نه لري چې ورشي، ټوله ورځ سره لمر ته ناستې وي، په نورو ولایتونو کې ښځو ته ښه پارکونه جوړ شوي، خو په ارزګان ولایت کې ښځو ته هېڅ کار نه دی شوی."

نور بي بي زیاتوي، د دغه ولایت خلک په خپله ځمکه ښځو ته د میلې اجازه نه ورکوي.

د ارزګان مرکز ترینکوټ
د ارزګان مرکز ترینکوټ

د ارزګان بله اوسیدونکې اقصا بهار له دولته غواړي چې په ارزګان کې دې ښځو ته پارک جوړ کړي: "زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې موږ ته ولې پارک نه جوړوي، تېر کوچنۍ اختر موږ میلې په دې خاطر ونه کړي چې خلکو پر خپلو ځمکو اجازه نه راکول، موږ څه وکړو، چېري لاړې شو، موږ په دې ټولنه کې د ژوند کولو حق نه لرو؟ غوښتنه مو دا ده چې یو پارک راته جوړ کړي."

د ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختیار هم د ښځو دا خبره تاییدوي خو وايي، دوی اوس په ترینکوټ ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکیټ جوړوي.

بختیار وايي، دغه مارکیټ چې شااوخوا دیوال ۴۰ دوکانونه، شنه ساحه او څوکۍ لري، لویه برخه چارې يې بشپړې شوي او تر لوی اختر پورې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي: "د ښځو لپاره دغه مارکیټ په ترینکوټ ښار کې په درې جریبه ځمکه کې جوړیږي، په یاد مارکیټ کې موږ ښځو ته دوکانونه په لومړي ځل د ۶ میاشتو لپاره وړیا ورکوو او کرایه نه ترې اخلو، دې مارکیټ د ورتګ لپاره یوازې ښځې ورتلای شي او هلته به د ښځو د ژوند د ضرورت وړ ټول توکي موجود وي او څوکيدارانې به یې هم ښځې وي، خو زموږ له خویندو غوښتنه دا ده چې راشي دوکانونه پرانیزي."

په ارزګان ولایت د ښځو لپاره د دې مارکیټ جوړول په دغه ولایت کې د ښځو لپاره ښايي ښځو ته د خوب لیدل وي، ځکه په دغه ولایت کې ښځې د بېلابېلو حقوقو بې برخي دي او دا به د دولت له لوري لومړنی اقدام وي چې د ښځو لپاره ترسره کېږي چې نه یوازې به د ښځو لپاره تفریح یا د مېلې کولو لپاره ځای وي، بلکې د ښځو لپاره د کاراوبار هم ښه ځای وي.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون د معلوماتو پر اساس دغه ولایت کې ډېری ښځې د تفریح فرصتونو د نشتوالي له کبله چې هر انسان د روغتیا له پلوه ورته اړتیا لري، په بېلابېلو ناروغیو اخته دي.

XS
SM
MD
LG