د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

جيوګرافيکل: ښايي د افغان پناه غوښتونکو شمېر ډېر شي


ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو انځور
ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو انځور

فوبرز:

فوربز مجلۍ په دې اړه یوه مقاله خپره کړې، چې د امریکا دفاع وزارت د یوه راپور له مخې د افغانستان لپاره د ۷ ميلیارد ډالرو پوځي تجهیزات چې امریکا پېرلي وو، د طالبانو لاس ته ولوېدل.

دا راپور تر اوسه علني نه دی خپور شوی.

د سي این این د راپور پر اساس په دغو تجهیزاتو کې الوتکې، موټر، وسلې، او مخابراتي مهمات وو چې د افغانستان پخواني حکومت ته ورکړل شوي وو.

فوربز د سي این این د راپور له قوله لیکلي، چې که څه هم د امریکا پوځ د دغو وسلو بېرته اخیستلو یا له منځه وړلو اراده نه لري خو دا تجهیزات ترمیم ته اړتیا لري.

د امریکا د دفاع وزارت یوه مخکیني راپور ویلي وو، چې که قراردادیان له افغانستانه لاړ شي، د افغان پوځ ګڼې الوتکې به فعالې پاتې نه شي.

په مقاله کې راغلي، دا وروسته له هغه چې د امریکا کانګرس له دفاع وزارته وغوښتل چې د کانګرس استازو ته دې په افغانستان کې د امریکا د شتمنۍ د برخلیک په اړه راپور ورکړي.

جيوګرافيکل:

جیوګرافیکل خپرونې له افغانستانه د کډوالو د سېل په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې پوښتنه شوې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان غواړي خپل هېواد پرېږدي خو دوی به ځي چېرې؟

په دې مقاله کې وروسته راغلي، چې د اګسټ تر پنځلسمې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، د اقتصاد سقوط او بشري بحران ۷۱۰،۰۰۰ افغانان له خپل کورو بې ځایه کړل، ۵۰۰،۰۰۰ نور ایران ته واوښتل او زرګونو نور په ګڼو بهرنیو هېوادونو کې پناه غواړي.

جیوګرافیکل په دې مقاله کې لیکلي، چې د پناه غوښتونکو سېل نړۍ اندېښمنه کړې چې یو ځل بیا د ۲۰۱۵م کال غوندې د کډوالو بحراني سېل تکرار نه شي.

هغه مهال کله چې په سوریه کې سیاسي وضعیت کړکېچن شو، تر یو میلیون زیاتو کسانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې وه او د ۲۰۱۶م کال تر مارچ میاشتې ۲۵۰،۰۰۰ افغانان هم په کې شامل شول.

په مقاله کې راغلي، وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، یونان اروپا ته خبرداری ورکړ چې دا هېواد د ۲۰۱۵م کال بحراني وضعیت تکرارېدو ته چمتو نه دی.

په سیمه کې د پناه غوښتونکو د پاته کولو لپاره د مقالې په وینا اروپايي ټولنې له افغانستان او ګاونډي هېوادونو سره چې ګڼو افغانانو ته یې ځای ورکړی، د یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنه وکړه.

په دې مقاله کې وروسته راغلي، چې د اقتصادي ستونزو له کبله ښايي د افغان پناه غوښتونکو شمېر زیات شي.

د اروپايي ټولنې کمېشنرې په ډسمبر میاشت کې ویلي وو، چې ۱۵ اروپايي ټولنې هېوادونو ۳۸۰۰۰ افغانانو ته د پناه ورکولو ژمنه کړې او دا پر هغو ۲۸۰۰۰ سربېره چې له مخکې لا له افغانستانه په خوندي توګه ایستل شوي.

XS
SM
MD
LG