د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د امریکایي ځواکونو له وتلو یوه میاشت وروسته؛ د افغانانو لپاره څه ډول پړاو پیل شوی؟


یو شمېر امریکايي سرتېري له افغانستانه د وتلو پر مهال
یو شمېر امریکايي سرتېري له افغانستانه د وتلو پر مهال

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو یوه میاشت پوره شوه.

طالبان څه باندې یوه میاشت وړاندې کابل ته ننوتل او د افغانستان د ډېرو سیمو واک‌یې ترلاسه کړ.

یو شمېر کارپوهان دا تېره یوه میاشت د افغانانو لپاره تیاره، له ستونزو ډکه او د افغانستان لپاره دا موده د کړکېچونو پیل بولي. هغه موده چې دوی یې د ۹۰مې لسیزې سره تشبیه کوي.

دوی وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بېړه وتل لامل شو چې هغه افغان پوځ وپاشل شي چې په خبره‌یې پوره ۲۰ کاله پرې پانګونه شوې وه.

د خلکو او شنونکو په خبره، په تېره یوه میاشت کې د صحرایي محاکمو، نیونو، د بیان د ازادۍ او رسنیو سانسورولو، د خبریالانو وهلو ټکولو، ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخنیوي، له کوره بهر دندو ته د ښځو نه‌پرېښودل او ورته نور هغه موارد دي چې طالبانو ترسره کړي چې په نړیواله کچه‌یې هم غبرګونونه راپارولي دي.

هرات کې د طالبانو له لوري د یوه وژل شوي برمته کوونکي د مړي ځړول
هرات کې د طالبانو له لوري د یوه وژل شوي برمته کوونکي د مړي ځړول

خو طالبانو د صحرایي محاکمو او د رسنیو د سانور ادعاګانې رد کړې دي.

د چارو شنونکي وایي له ۲۰ کلونو وروسته له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو سره د دغې ډلې رویه او چلند دا ښیي چې د دغې ډلې فکر او چلند نه‌یوازې دا چې بدل شوی نه‌دی، بلکې لا نور هم تاوتریخجن شوی دی.

له دې ډلې زمان ګل دهاتي وایي که طالبان خپل سیاست بدل نه‌کړي د نړۍ لپاره به سخته نه‌وي چې بیا افغانستان ته ننوځي.

د ده په خبره، د افغانستان د مسئلې په اړه د ځینو هېوادونو ترمنځ تړون شوی او د طالبانو پر خلاف د ځینو هېوادونو ترمنځ ان بیا مذاکرات هم پیل شوي دي.

د نوموي په خبره، د امریکا د کانګرس پیغام هم روښانه دی چې دغه ډلې ته "ترهګره ډله" وایي او دا په دې معنی ده چې نړۍ به طالبان په رسمیت ونه‌پېژني.

ښاغلی دهاتي زیاتوي: "له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتلو په اړه چې لامل‌یې په یو حساس وخت کې د نړیوالو بې‌غوري ده او د دې لامل شول چې نړیوال ځواکونه په بېړې له افغانستانه ووځي او هغه پوځ له‌منځه ولاړ شي چې ۲۰ کلونه پرې پانګونه شوې وه، بل هغه څه چې د دې وتلو له امله پېښ شول هغه د طالبانو واک ته رسېدل و، سره له دې چې د ناټو ځواکونه له افغانستانه وتلي، خو دوی به افغانستان هېر نه‌کړي ځکه چې دوی وسلې او تجهیزات له ځان سره لري بېرته به افغانستان ته ستانه شي."

امریکايي نظامیانو د افغانستان د دولت او اردو سقوط ممکن باله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:14 0:00

کارپوهان د بې‌وزلۍ لوړه کچه، له هېواده د لوستي او په کار پوه ځوانانو تېښته، د بانکونو تړل، لومړنیو خدماتو ته د خلکو نه‌لاسرسی، د روغتیایي خدماتو نشتوالی او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی هغه څه بولي چې د طالبانو په رسمیت پېژندل به ستونزمن کړي.

د سیاسیي چارو یو پوه محمد شعور نیازی وایي طالبانو ټولې هغه ژمنې چې په قطر کې له نړیوالو سره کړي یوه هم عملي نه‌کړه بې له هغې چې پر امریکايي ځواکونو به ډز نه‌کېږي.

ښاغلی نیازی وايي: "له امریکا سره د طالبانو له ټولو ژمنو یوازې دا یوه چې پر هغوی به حملې او ډزې نه‌کوي مراعت شوې، خو په هغه کې هم ستونزې شته، دوه حالته دي که طالبان د اروپا او نړۍ شرایط ومني ډیموکراسي، بشري حقونه، د ښځو او رسنیو ازادي ومني، نو څرګنده ده چې ښایي له اقتصادي کړکېچ به ووځو، خو که چېرې اوسنی حالت دوام وکړي، نو له ۹۰مې لسیزې به هم بدتر حالت ولرو، خلک به‌یې هم پر وړاندې ودرېږي او نړۍ به‌یې هم ترڅنګ ونه‌ودرېږي."

د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه
د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک غونډه

د ښاغلي نیازي په خبره، که دغه ډله بشري حقونه مراعت کړي د بیان او ښځو ازادیو ته درناوی وکړي ښایي داسې یو نظام جوړ کړي چې نړۍ یې په رسمیت وپېژني.

د دغې ډلې په تېره واکمنۍ کې هم ښځې له زده‌کړو بې‌برخې شوې وې.

خو اوس پوښتنه دا ده چې که د طالبانو مشروعیت د ښځو او د بیان ازادۍ او د بشري حقونو په مراعتولو پورې وتړل شي ایا دغه ډله به یاد موارد ومني؟

د طالبانو د مطبوعاتي ټیم یوه غړي بلال کریمي وویل: "خلک معاشونه اخلي، اسلامي امارت هغه لاسته راوړنې لري چې نړۍ په خپل ۲۰ کلن حضور کې نه‌وې ترلاسه کړې، موږ په نظام کې د ستونزو موجودیت نه‌منو، د خدمت په برخه کې دولتي ادارو نوی کار پیل کړی دی، هیله‌مندۍ شته چې اقتصادي حالت به بېرته سم شي، دا چې د ښځو او د بیان ازادي په هغه شکل لکه غرب‌یې چې غواړي نه‌دي ساتل شوي، دغه شان‌یې موږ نه‌منو، دغو فکټورونو په دې تېرو ۲۰ کلونو کې کومه پایله ورنه‌کړه او د هغو فشارونو تکرار به هم پایله ورنه‌کړي، موږ هڅه کوو چې د ملګرو ملتونو سازمان، د نړۍ مهمو هېوادونو او ګاونډیو سره ښې اړیکې ولرو او د متقابل درناوي له مخې مخته لاړ شو."

ښاغلی کریمي وایي چې طالبان د اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د ښځو حقونو ته ژمن دي او نړۍ هم باید د بشري مسایلو نه د سیاسي فشار په توګه کار وانه‌خلي.

د یوه طالب پر وړاندې د یو شمېر افغان مېرمنو اعتراض
د یوه طالب پر وړاندې د یو شمېر افغان مېرمنو اعتراض

نوموړی د طالبانو پر وړاندې د دا ډول فشارونو د واردولو پایله ناکامه بولي، خو په ورته وخت کې له نړۍ د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.

خو د شنونکو په باور، نړۍ په ځانګړې توګه امریکا د دغې ډلې د رسمیت پېژندلو په برخه کې له سختو شرایطو سره مخ شوې ده.

XS
SM
MD
LG