د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

اسټن: افغانستان کې مې د امریکايي سرتیرو د 'تل پاتېدو' ملاتړ نه دی کړی


ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د دوهمې ورځې په مخه د امریکا درې پوځي چارواکي د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې ته حاضر شول او له افغانستانه یې د امریکایانو د وتلو په اړه معلومات ورکړل.

دوی پرون د استازیو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د امریکا له دفاع وزیر لوېډ اسټن څخه پوښتنه وشوه چې ولې یې یو شمېر امریکایي سرتیري په افغانستان کې ونه ساتل، ښاغلي اسټن په ځواب کې وویل چې دا کار د سرتیرو لپاره خطرناکه و.

اسټن زیاته کړه: "زه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ کوم. کله مې هم افغانستان کې د تل پاتېدو د پرېکړې ملاتړ نه دی کړی. فکر کوم چې طالبانو ښکاره ویلي و، که افغانستان کې ډېر پاتې شو، دوی به زموږ پر ځواکونو بریدونه وکړي."

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن وايي، کله یې هم افغانستان کې د تل پاتېدو د پرېکړې ملاتړ نه دی کړی
د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن وايي، کله یې هم افغانستان کې د تل پاتېدو د پرېکړې ملاتړ نه دی کړی

په پرونۍ غونډه کې امریکایي جګپوړیو پوځي چارواکو تر ډېره هغه خبرې تکرار کړې چې یوه ورځ مخکې یې د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته کړې وې.

دوی وویل، کله یې هم د افغان ځواکونو د خورېدو او د پخواني نظام د سقوط تصور نه کاوه.

په پرونۍ غونډه کې د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي او د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال فرانک مککنزي خبرداری ورکړ چې د القاعده شبکه او د اسلامي دولت ډله یا داعش لا هم د امریکا امنیت ته ستر خطر دی.

جنرال میلي دا خبره هم وکړه چې طالبانو القاعده ته نه ده شا کړې: "باید په یاد ولروچې طالبان یو ترورستي سازمان و او وي به. دوی لاهم له القاعده سره رابطه نه ده قطع کړې."

د دوحې د سولې د تړون له مخې چې د دوه زره شلم کال د فبروري په نهه ویشتمه لاسلیک شو، طالبانو د دې ترڅنګ چې پر امریکایي پوځيانو به برید نه کوي دا خبره کړې وه چې له القاعده سره به هېڅ راز اړیکې نه ساتي.

طالبان وایي، له القاعده او هېڅ ترهګرې ډلې سره ارتباط نه لري او د افغانستان له خاورې به هېڅوک پرې نه ږدي چې پر بل هېواد برید وکړي.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي وايي، طالبانو القاعده ته نه ده شا کړې
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي وايي، طالبانو القاعده ته نه ده شا کړې

امریکایي پوځي چارواکو په پرونۍ غونډه کې د کابل له هوایي ډګره د شااوخوا یولک او ۲۴ زره کسانو د انتقال په اړه چې د اګسټ له پنځلسمې تر دېرشمې وایستل شول، وویل چې دا د امریکا په تاریخ کې د خلکو د یوځایي ایستلو تر ټولو ستر عملیات و.

پوره میاشت مخکې د امریکایي ځواکونو وروستۍ الوتکه چې خلک یې له کابله ایستل والوته او دا عملیات پای ته ورسېدل.

د اوس لپاره یو شمېر امریکایان او هغه کسان چې د امریکا دایمي ویزه لري د یو شمېرهغو افغانانو په ګډون چې له امریکایانو سره یې کار کړی دی لاهم په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل، هېواد یې د هغو خلکو د ایستلو پروګرام ته ادامه ورکوي چې زیان به ور واوړي خو دا بهیر وخت غواړي.

XS
SM
MD
LG