د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

ملګري ملتونه: د افغانستان بشري مرستو برخه کې د درې ميليارد ډالرو تشه بايد ډکه شي


د ملګرو ملتونو بيرغ
د ملګرو ملتونو بيرغ

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د غوښتل شويو پيسو شاوخوا ٣٠ سلنه ترلاسه شوي دي.

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د درې میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه تشه باید تر ژمي مخکې ډکه شي.

دغه سازمان د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې له یوه هېواد سره د مرستې لپاره تر ټولو ستره غوښتنه وکړه او ویلي یې و چې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به ۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري.

له دې جملې څخه ۶۰۰ میلیونه ډالر په ګاونډیو هېوادونو کې اړمنو افغانانو ته او ۴،۴ میلیارده ډالر په افغانستان کې دننه د افغانانو لپاره غوښتل شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، تر اوسه یې یوازې ۱،۴ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې او پاتې نوره لویه برخه خلا موجوده ده.

د دې ادارې په وینا، د مرستو ډېره برخه د امریکا متحده ایالتونو، د اسیا پراختیايي بانک او د اروپايي کمېسیون له خوا ترسره شوې ده.

د راپور له مخې، خوراکي توکو ته لاسرسی د افغانانو لومړی درجه اړتیا بلل شوې ده.

د راپور له مخې، خوراکي توکو ته لاسرسی د افغانانو لومړی درجه اړتیا بلل شوې ده.
د راپور له مخې، خوراکي توکو ته لاسرسی د افغانانو لومړی درجه اړتیا بلل شوې ده.

د طالبانو په بیا واکمنېدو له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د ځنډېدو او ځینو برخو بندېدو له امله د افغانستان اقتصادي ناورین لا پسې ژور لاړ.

د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د حکومت او نړۍ ترمنځ د اړیکو نشتوالي د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب کړی دی.

نوموړې ويلي: "بشري مرستې ډېرې مهمې دي، خو یو هېواد نه‌شي کولای یوازې په دې مرستو تکیه وکړي. ډېر زیات ځنډ رامنځته شوی دی. د طالبانو او لوېدیځو مرستندویانو په تېره بیا د امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ هم په هغو مواردو هوکړه نه ده شوې چې په مټ یې اقتصاد بیا فعالېدی شي."

د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار

د نړۍ هېوادونه له طالبانو سره د تعامل لپاره خپلې غوښتنې لري چې په‌کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوی او همدارنګه د یوه جامع حکومت د جوړېدو غوښتنې دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په افغانستان کې شاوخوا شل میلیونه خلک خوراکي مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

له دې جملې څخه ۱،۱ میلیونه وږي ماشومان په افغانستان کې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، چې په افغانستان کې جګړه کمه شوې او امنیت ښه شوی، خو اوس لوږې، بېوزلۍ او بېکارۍ د ناامنۍ ځای نیولی او خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG