د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

واشينګټن پوسټ: لويديځ د افغانستان په اوسني تياره وضعيت کې لاس لري


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

واشینګټن پوسټ:

واشینګټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان کې وروستي وضیعت ته په پام یوه لیکنه کې ویلي" لویدیځ د افغانستان په اوسني تیاره وضیعت کې لاس لري."

په لیکنه کې ویل شوي، د اوکراین جګړې ته د لویدیځ پاملرنه په افغانستان کې اوسني وضیعت ته د نه پاملرنې سره په تضاد کې یو څه دي.

واشینګټن پوسټ لیکي، په افغانستان کې د دولت جوړونې او د وسلوالو ضد جګړه کې د ټریلونو ډالرو له لګولو وروسته تېر کال د دوبي په پای کې نړۍ په کابل کې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو شاهده وه.

ورځپاڼه وايي، په واشینګټن او د بېلابېلو اروپايي هېوادونو په پلازمېنو کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته خلک د هغه څه په اړه غوسه دي، چې دې ورځپاڼې له افغانستان څخه په ګډوډۍ وتل او په افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسني وضیعت ته اندېښنې بللي دي.

د واشینګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د طالبانو بیا واکمنېدل د افغانستان د ماتېدونکي اقتصاد له نړیدو سره هم مهاله وو.

هغه نړیواله بودیجه چې کلونه یې د افغانستان له پخواني کمزوري دولت ملاتړ کاوه پرچاو شوه او د امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان تر اوو میلیارد ډالرو زیاته پانګه کنګل کړه.

اوس میلونونه افغانان په ځانګړې توګه هغوی چې په دولتي ادارو کې یې کار کوه، بې روزګاره شوي دي. بانکي سیستمونو نور د پخوا په څېر کار نه کوي او نقدې پیسې کمې دي.

واشینګټن پوسټ زیاتوي، خو په یو داسې هېواد کې چې حکومت یې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، نوي واکمن یې تر ډېره سخت دریځې پالیسۍ مخکې وړي او محدودیتونه په‌کې زیات دي، ورته د نورو مالي مرستو ځانګړي کول د ډېرو لویدیځو هېوادونو لپاره د منلو وړ نه دی.

فارن پاليسي:

فارین پالیسي بیا په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته اشاره کړې ده.

په راپور کې ویل شوي، افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته رامنځ ته شوي فرصت څخه، القاعده شبکه د خوندي پټنځایونو د موندلو او د مالي مرستو د راټولولو په برخه کې پراخه ګټه اخلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددې راپور پر بنسټ د القاعده شبکې اوسنی مشر او د اسامه بن لادن ځای ناستی ایمن الظواهري په ۲۰۱۱ م کال ددې ډلې د مشرتابه له نورو غړیو سره د افغانستان په ختیځ کې د مېلمه په توګه ژوند کاوه.

فارین پالیسي همدارنګه وايي، د طالبانو په بیا واکمنېدو پر افغان سربېره بل بایلونکی لوری پاکستان دی چې د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویل شوي د طالبانو د شل کلنې جګړې له ملاتړ وروسته ، دا دی اوس خپله له وسلوالو سره په شخړه کې اخته دی.

XS
SM
MD
LG