د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

افغانستان کې وروستی وضعیت او اقتصادي بحران؛ يوناما ژوره اندېښنه ښودلې


د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر نښان
د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر نښان

د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه د نړیوالو د اندېښنو او غبرګونونو په دوام تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما ویلي چې د طالبانو وروستیو کړنو او په دغه هېواد کې روان اقتصادي ناورین په ژوره توګه اندېښمن کړي دي.

د یوناما پر ټویټر پاڼه په یوه ټویټ کې راغلي:"یوناما د پراخ ګډون د دوام نشتوالي او د وروستي کړکیچ د زیاتوالي له امله ژوره اندېښنه لري،له دې سره سره، یوناما به له طالبانو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړي، څو د افغانانو، په ځانګړې توګه د میلیونونو خلکو سره چې له بې وزلۍ سره مخامخ دي، ملاتړ وکړي."

دغه راز یوناما په یوه ټویټ کې لیکلي: "د معتبرو لوبغاړو په توګه د طالبانو سره د ښکیلتیا نړیواله ټولنه له دوی غواړي چې د ټولو نجونو ښوونځیو ته د ستنېدو ژمنې پوره کړي او دا دې یقینې کړي چې ښځې کولی شي کار وکړي، بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی ولري او پرته له کوم خنډ څخه آزاد حرکت وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له رهبرۍ سره په افغانستان کې د یوناما مشرې دیبورا لاینز په لیدو پر دوی غږ کړی چې ژر تر ژره دې منځنیو ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ بندیز لرې کړي، هغه څه چې له ۶ ټولګیو پورته ځينې نجونو زده کوونکې یې هم له طالبانو غواړي.

افغانستان کې د یوناما مشره دیبورا لاینز
افغانستان کې د یوناما مشره دیبورا لاینز

د یوناما تر څنګ د تېر جمهوري نظام د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم تازه نن جمعه د مې میاشتې په ۱۳ په یو ټویټ کې ویلي: "بشري ضد سیاستونه، ځپل او د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو زیاتېدل به د هېواد د لا منزوي کېدو، د قومي لانجو د زیاتېدو او افغانستان به د کورنیو جګړو په لور روان کړي."

ډاکټر عبد الله عبدالله
ډاکټر عبد الله عبدالله

خو طالبان وایي د اوسني کړکېچ د وتلو په هڅو کې دي او د خلکو د ژوند ښه کولو او ښځو حقونو ته ژمن دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت هلې ځلې کوي چې له ټول کړکېچ نه ووځي، د خلکو اقتصادي وضعیت به ښه شي او د دې لپاره موږ ژمنتیا موجوده ده او پلانونه هم ورته لرو."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې ګڼ شمېر خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او پر ښځو او نجونو بېلابېل بندیزونه محدودینونه وضع شوي دي.

XS
SM
MD
LG