د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

افغانستان کې د قره قل صنعت له سقوط سره مخ دی


قره قل له پخوا د افغان مالدرانو او سوداګرو لپاره د سرچینې یو لوی عاید و.
قره قل له پخوا د افغان مالدرانو او سوداګرو لپاره د سرچینې یو لوی عاید و.

د قره قل پوستکي استعمال او تولید په افغانستان کې له لرغونو چارو ګڼل کیږي، خو ورستیو بدلونونو دغه صنعت له سقوط سره مخ کړی چې یوه بېلګه یې د کابل د اندرابیانو واټ دی چې پکې د قره قل هټۍ او کاروبار کېږي.

۷۰ کلن حبیب الله چې له تېرو ۵۰ کلنو راهیسې د قره قل پوستکي ګنډي وايي، داسې ورځې به وې چې د ډېر کار له امله به ان د(سر ګرولو ته نه وزګارېده) خو اوس له زیاتې وزګارتیا ستړی شوی.

نوموړی وايي:" زموږ بازارونه ښه و، د روژې په میاشت کې به مو تر نیمو شپو کار کو خو اوس کار نشته، پخوا دلته ۱۲۰ دوکانه و خو اوس یوازې پنځه پاتې دي."

حبیب الله وايي، ډېری د قره قل مسلکانو خپلې برخې ته تغیر ورکړی او لامل یې هم د ښه بازار نشتون دی.

شیر اغا بیا بل هغه کس دی چې د قره قل د پوستکې د کنډولو کار یې پرېښی او اوس د جامو پلورلو دکان لري.

نوموړی وايي: " د تېر وخت په پرتله د قره قل د پلورلو بازار بیخي ضعیفه شوی، اوس هیڅ څوک له قره قل نه ګټه نه اخلي او لامل یې هم د خلکو ضعیفه اقتصاد دی"

په کابل کې د انداربي واټ ځیني پلورنکي وايي، یو وخت به د قره قل له پوستکې څخه د جوړې شوې خولې بیه شاوخوا سل زره افغانیو ته رسېده خو اوس دغه خولۍ تر دوه زره افغانۍ پورې هم نه پلورل کیږي.

له دې ورها خوا د قره قل پوستکي بازار له افغانستان نه بهر هم تر ډېره کمرنګه شوی.

حبیب الله وايي، ډيری د قره قل مسلکانو خپلې برخې ته تغیر ورکړی او لامل یې هم د ښه بازار نشتون دی.
حبیب الله وايي، ډيری د قره قل مسلکانو خپلې برخې ته تغیر ورکړی او لامل یې هم د ښه بازار نشتون دی.

په بلخ ولایت کې د قره قل پوستکي یو صادرونکی صدیق مرادی ددې حالت لاملونه بیانوي او وايي: " د قره قل د پوستکې صادرات اوس ډېر کم شوي، پخوا به زموږ د صادارتو کچه یو ميلیون پوستکو ته رسېده بیا دغه حالت ۵ سوه زرو ته ورسېد او له هغې وورسته درې سوه زرو ته، اوس دغه حالت بیخي خراب شوی او موږ اروپا ته هم صادرات نشو کولای."

خان شيرین سروریان بیا بل هغه صادرونکی دی چې بهر ته د قره قل پوستکي صادروي.

نوموړی ددغې برخې د بازار کمرنګه کېدل سیاسي تحولات په ګوته کوي.

ښاغلی شيرين وايي: "له هغې وروسته چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې له هغې وروسته زموږ بازارونه خراب شوه او ټول د خرابۍ په حال کې یو او سم بازار نه لرو."

اوس مهال په افغاني بازارونو کې د یو قره قل پوستکي بیه ۵۰۰ افغانۍ ده هغه پوستکی چې پخوا به یې زرګونه افغانۍ قیمت درلود.

د صادرونکو په باور، همدا لامل دی چې یو شمېر مالداران د قره قل پوستکي په ځای خپله مال ساتې تر څو له غوښې يې څو روپۍ ترلاسه کړي.

خو دا چې د قره قل بازار ضعیفه شوی او ځیني کسانو ترې استفاده کوله د هغوي لپاره ښه خبر نه دی.

د قره قل یو خوښونکی محمد اکبر وايي: "زه له ځوانۍ چې اوس سپینږی شوی یم د قره قل خولې نه استفاده کوم، قره قل هغه جامه ده چې انسان ته ښکلا ورکوي، یو کس چې ښه لونګۍ وهلي وي خوند کوي، هغه کسان چې قره قل استفاده کوي ښه ښکاري ."

د قره قل ځیني کارونکي وايي، داسې یوه طرحه باید جوړه شي چې ددغه صنعت د سقوط مخه ونیول شي.

د قره قل د صادراتو ریاست په دې اړه زموږ اړیکې راځواب نه کړې.

په افغانستان کې د قره قل پوستکی له افغانۍ غالۍ وروسته دویم هغه قلم دی چې په نړۍ کې ښه بازار لري.

د قره قل پوستکي صادرکونکو په وینا، په افغانستان کې د قره قل پوستکی د ځانګړو خولویو دجوړولو لپاره کارول کېږي خو اروپا او منځنۍ اسیا هېوادونو کې د ښځینه او ژمنۍ لباسونو په جوړلو کې له قره قل نه استفاده کیږي.

قره قل له پخوا د افغان مالدرانو او سوداګرو لپاره د سرچینې یو لوی عاید و.

قره قل د وري هغه بچي ته ويل کېږي چې له تولد وروسته وړاندې له دې چې مور يې بوی او يا هم وڅټي حلاليږي او کله هم داسې کېږي چې د مور له کېډې راويستل کيږي او قصابان يې ددې لپاره چې د پوستکي ګلان او يا هم ښکلا يې خرابه نشي د وري له تنه جدا کوي.

د قره قل پوستکي بازار له افغانستان نه بهر هم تر ډیره کمرنګه شوی.
د قره قل پوستکي بازار له افغانستان نه بهر هم تر ډیره کمرنګه شوی.

د قره قل صادر کونکي وايي، که دغه صنعت ته پام ونشي لرې نه ده چې نږدې راتلونکې کې ددې صنعت بازار بيخي لمنځه ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG