د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

د کابل په هوټلونو کې د ودونو مراسم ولې کم شوي؟


په کابل ښار کې د شهر دبی هوټل
په کابل ښار کې د شهر دبی هوټل

د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې په کابل کې د ودونو پرمختللي هوټلونه د ډېرېدو په حال کې وو او په کې ګڼ شمېر خلکو د خپلو ودونو مراسم نیول.

د پلازمېنې د اوسېدونکو په منځ کې یوه مشهوره مقوله ده چې وایي: "واده یو ځل کېږي، هره هیله چې لرئ باید په کې یې پوره کړئ."

د طالبانو د بیا واکمنۍ څخه مخکې، د ودونو د مراسمو یو مهم اړخ د ودونو د تالارونو انتخاب وو.

د ودونو په زړه پورې، ښایسته او روښانه تالارونه د کابل د ځینو برخو د شپې لید ته نور هم رنګ او ښایست ورکوي.

د طالبانو له واکمنۍ مخکې د کابل په لويو تالارونو کې ودونه کېدل به د خلکو پر ژبو وو او د دغو هوټلونو بازار هم ورځ بلې د ګرمېدو په حال کې وو، خو پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ سره د دغه کار لپاره فضا بدله شوه.

د کابل د هوټلونو د مالکانو اتحادیه وايي، په افغانستان کې نهه میاشتې وړاندې سیاسي تحولات د اقتصادي کړکېچ لامل شو او کورنۍ یې له اقتصادي ننګونو سره مخ کړې.

ددغې اتحادیې په وینا، دا د دې لامل شوی چې یو شمیر خلک په کورونو کې د واده مراسم ترسره کړي.

د کابل د هوټلونو د مالکانو د اتحادیې مشر نادر قرغیي ازادي راډیو ته وویل: "هوټلونو د ښار په ښکلا کې لوی رول لوبوی، پخوا به چې کوم هوټل کې د واده مراسم نه وه، نو بیا به یې هم د شپې تر لسو بجو څراغونه لګول، جنراتور به یې کاروه او يا به برېښنا کارول کېده. پخوا یو لیتر تېل په ۳۰ افغانۍ وه، خو اوس ۸۵ یا ۹۰ افغانۍ دي. پخوا که په یوه میاشت کې یو هوټل دېرش محفلونه نیول، خو اوس پنځه یا لسو محفلو ته راښکته شوې، دمحفلونو شمېر کم شوی دی، د بېلګې په توګه یو پيپ غوړي به مو په زر افغانۍ اخیستی، اوس یې په ۳ زره افغانۍ اخلو، د وريجو یوه بوجۍ به مو په ۱۳ سوه افغانۍ اخیستله، خو اوس یې په ۳۳۰۰ افغانۍ اخلو. دا ټول د دې لامل شوي چې هم یې د هوټلونو مالکان او هم محفل نیوونکي دواړه له ننګونو سره مخ کړي دي."

یو شمېر بهرنیان چې د شپې مهال به د هوايي ډګر پر ۸۰ متره اوږد سړک د خواجه بغرا پر لور تلل، د ودونو پر مجللو تالارونو په لیدو به يې د امریکا د لاس ویګاس وریادوه، ښايي همغسې به نه و خو هغه ته ورته بلل کېده.

په رنګارنګ څراغونو روښانه سالونونه، په ګلونو پوښل شویو موټرونو سره، او د تالارونو په مخ کې ګڼه ګونه د هر تیرېدونکي کس پام ځان ته رااړوه.

خلکو به د خپلې خوښې د واده په تالار کې د خپل واده د لمانځلو لپاره په ورځو، اونیو یا میاشتو انتظار باسي.

دا د افغانستان په پلازمېنه او لویو ښارونو کې لږ تر لږه ښاري اوسېدونکو د کلتور برخه ګرځېدلې وه.

له یوې خوا، جشنونه په منظمه توګه ترسره کېدل، او له بلې خوا، کورنیو کولی شوای د خپلو جشنونو څخه خوند اخیستلو باندې تمرکز وکړي.

سره له دا چې دغه کار د ډېرو لپاره د ډېرو پیسو لګولو باعث و او کورنۍ لاچارې وې چې باید ډېرې پیسې ټولې کړي ترڅو وکولی شي خپل واده په ښه توګه ولمانځي.

شبنم، چې د واده په یوه سالون کې یې خپل د واده مراسم ترسره کړي، په هوټل کې د واده د ځانګړتیاوو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم چې په هوټل او کور کې واده کول ورته دي، مګر هوټل لږ سهولت لري، هم پاک وي او هم د مېلمه عزت کېږي. موږ په هوټلونو کې ډېر ودونو کړي دی، د کور ودونه مو هم لیدلې دي، همدا چې د واده مراسم خلاص شي، ټول باید پاک کاري وکړي، له هغه نه وړاندې باید د نارینه وو لپاره د ګاونډیانو نه درې یا څلور کورونه واخیستل شي، َټول په لانجه کې وي."

خو اوس له نهو مياشتو وروسته ويل کېږي چې په دغو پرمختللو تالارونو کې د واده د مراسمو د تر سره کولو فضا بدله شوې ده.

دوی د اقتصادي ننګونو سربېره، د طالبانو لخوا د لګول شوي محدودیتونو په اړه هم خبرې کوي، چې د ودونو د مراسمو د ګڼې ګوڼي د کمولو لامل شوي دي.

ازیتا، چې څو شپې وړاندې یې د خپلوانو په یوه واده کې ګډون کړی و، ازادي راډیو ته وویل: "د جمهوریت پر مهال به په زړه پورې ودونه کېدل، هېڅ ډول بندیزونه نه وو، خلکو به له وېرې پرته هر ډول جامې چې به یې زړه وو اغوستلای شوای، سندرې او نڅا به وې، خو اوس د طالبانو په وخت کې ودونه کم رنګه شوي دی، ډېری ودونه د ساز او سندرونو پرته په کورونو کې نیول کيږي، څوک نه شي کولی هغه جامې واغوندي چې مخکې به خلکو اغوستلې، هېڅ آزادي شتون نه لري."

يو بل ځوان چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې د امنيتي ستونزو له امله واخيستل شي وويل، دا لومړى ځل دى چې له موسيقي پرته په واده کې ګډون کوي.

هغه د دې مسئلې لامل د طالبان له لوري د موسیقۍ منعه کول دي او وايي، چې طالبان د ودونو محفلونو ته ځي څو ډاډ ترلاسه کړي چې موسیقي نه شته.

هغه زیاتوي: "مخکې به چې کله د واده مراسمو ته تللو نو هلته به ژوندۍ موسیقي وه، خلکو به خوند ترې اخیسته، نڅا به وه، او محفلونو ځانګړی خوند درلودی، خو څو ورځې وړاندې کله چې یو واده ته لاړو، نو هلته کوم ساز نه وو، حتی د اسلامي امارت چارواکي راغلل، کتل یې چې په محفل کې موسیقي شته که نه."

په محفلونو کې د موسيقۍ د نشتوالي د څارنې په اړه مو د طالبانو له وياندويانو څخه وپوښتل، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې لیکلي: "په ودونو کې موسیقي، سازونه او سرودونه د نورو خلکو د ځورولو سبب کېده او له همدې امله منع شوي."

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت

طالبانو لا دمخه ویلي، چې د موسیقۍ اورېدل حرام دي.

په هېواد کې له سندرغاړو سره د طالبانو چلند هم ښه نه دی، څو ځلې یې د موسیقۍ وسایلو ته اور اچولی او ځینو ته یې د موسیقۍ اورېدلو سزا هم ورکړې ده.

په همدې حال کې د هوټلونو د مالکانو د اتحاديې مسوولین وايي، د ودونو زياتره تالارونه اوس د اقتصادي ستونزو، د ودونو د کموالي او د خوراکي توکو د بيو د لوړوالي له امله ډېر زيانمن شوي دي.

دوی وايي، د منظم بانکي سیستم نشتوالي په افغانستان کې د سوداګرو کاروبار له خنډ سره مخ کړی او دغه چارې د ودونو د سالونونو مالکان هم زیانمن کړي دي.

د ودونو د تالارونو د مالکانو په وينا، که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو ډېر ژر به د يو شمېر دغو تالارونو د تړلو شاهدان وي.

XS
SM
MD
LG