د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د ودونو د تالارونو د امنیت په اړه د کابل ښاریانو اندېښنې


د کابل ښار په لوېدیځ کې د شهر دُبۍ په نوم د ودونو تالار له چاودنې وروسته
د کابل ښار په لوېدیځ کې د شهر دُبۍ په نوم د ودونو تالار له چاودنې وروسته

د کابل ښار په لوېدیځ کې د شهر دُبۍ په نوم د ودونو په تالار کې انتحاري حملې د دغه ښار د اوسېدونکو اندېښنې پارولي دي.

شکېب له درې نیم کاله کوژدې وروسته انتظار کاوه چې د کابل ښار په یو هوټل کې خپل د خوښې مراسم په د جشن په جوړولو ترسره کړي، خو د کابل په شهر دُبۍ تالار کې وروستۍ انتحاري حملې د ده تصمیم بدل کړ او اوس غواړي په کور کې کوچني مراسم ولري.

شکېب وایي:

"نږدې درې نیم کاله کېږي چې کوژده مې کړې، تصمیم مې درلوده چې خپل د واده مراسم د ودونو په یو تالار کې ترسره کړم، خو وروستۍ پېښې دې ته اړ کړم چې خپله پرېکړه بدله کړم او خپل واده په کور کې ترسره کړم.

همدارنګه یو شمېر نورو کسانو هم خپل تمصیم بدل کړی چې تر دې مخکې یې ښادۍ ته هوټل ریزرف کړی و.

رحیم الله یو له هغو کسانو دی چې ورور یې په وروستیو شېبو کې پرېکړه وکړه چې د خپل د واده مراسم د هوټل پرځای په کور کې ترسره کړي.

دی زیاتوي: زما ورور تصمیم درلود چې واده په هوټل کې وکړي، پیسې یې هم ورکړې وې، خو کله چې چاودنه وشوه، په هوټل کې د واده له مراسمو په شا شو او بیا یې خپل واده په کور کې ونیوه، ځکه زمونږ خپل خپلوان او دوستان هوټل ته نه تلل.

په کابل کې د یوه هوټل د ودونو تالار
په کابل کې د یوه هوټل د ودونو تالار

د دې ترڅنګ داسې کسان هم شته چې له روان وضعیت سره سره غواړي چې د خپلو خوښیو مراسم په هوټل کې ونیسي.

د کابل اوسېدونکی نورالله چې غواړي د خپل ځوی واده په هوټل کې وکړي، وايي چې د تالار د امنیت د خوندیتوب په خاطر له امنیتي مسؤلینو سره هوکړه شوې ده.

دی زیاتوي: که څه هم د امنیت د ټينګښت لپاره اندېښمن یوو، خو بیا هم په هوټل کې د خپل زوی د واده د مراسمو د ترسره کولو لپاره راغلی یم، د امنیتي ګواښونو لپاره یو دوه کسان ګمارو، څو د هوټل له کارکوونکو سره یو ځای کسان وپلټي او د مشکوک کس په لیدو سره حوزې ته خبر ورکړي.

دا اندېښنې په داسې مهال مطرح کېږي چې د کابل ښار په لوېدیځ کې د ودونو په یوه هوټل کې د انتحاري حملې له امله لږترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان شوي چې قربانیان یې تر ډېره ملکي وګړي دي.

خو د کابل ښار د هوټل لرونکو د اتحادیې مشر محمد نادر قرغه‌يي وايي، د هوټلونو د امنیت د خوندیتوب د طرحې په اړه خبرې روانې دي او پولیس به خپله همکاري زیاته کړي.

ده وویل: د هوټل لرونکو اتحادیې نن له امنیې قوماندان سره جلسه درلوده، د کابل امنیه قوماندان د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکړی او پرېکړه په دې وشوه چې په دې برخه کې به نور کار هم وکړي.

دوی وايي، وروستیو امنیتي پېښو د هوټلونو په فعالیت تاثیر نه دی کړی او په ټولو هوټلونو کې محفلونه جریان لري.

د کابل ښار د هوټلونو د ټولنې د معلوماتو له مخې، دامهال په کابل ښار کې څه باندې ۱۲۰هوټلونه فعالیت کوي او لیدل کېږي چې په دې وروستیو کې په هوټلونو کې د محفلونو د ترسره کېدو دود زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG