د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۰

د ودونو پر تالارونو د کرونا د محدودیتونو له امله څه باندې ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي

کابل کې د ودونو یو تالار
کابل کې د ودونو یو تالار

په کابل کې د ودونو د تالارونو مالکان وایي د کرونا ویروس د محدودیتونو له امله څه باندې ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر هغوی چې کوژدې يې کړي هم انتقاد کوي چې دغو محدودیتونو د دوی پروګرامونه ګډوډ کړي دي.

نوید او مقبولې له کوژدې یو نیم کال وروسته تصمیم ونیو چې د کابل ښار د ودونو په یوه تالار کې د واده جشن جوړ کړي، خو د کرونا د محدودیتونو له امله تالارونه تړل شوي او د دوی د واده پروګرام هم لغوه شو.

نوید وايي: "موږ تصمیم درلود په نږدې ورځو کې د کابل د ودونو په یوه تالار کې د واده جشن ونیسو، خو د قرنطین له امله زموږ واده وځنډېد ځکه په کور د واده لپاره ځای نه‌لرو. د ودونو د تالارونو بېرته برانیستو ته انتظار باسو."

نوید سره کوژده شوې مقبوله وايي، د واده د مراسمو له ځنډېدو راهیسې د دوی پیسې هم ولګېدې.

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

دا زیاتوي: "موږ وضعیت اندېښمن کړي یو، له یوې خوا خلک وینو چې د کرونا له امله مري او له بلې خوا هوټلونه تړلي، نامزد مې چې د واده لپاره پیسې ټولې کړې وې، ډېرې یې مصرف شوې. موږ منتظر یو چې کله واده وکړو."

په ورته وخت کې د ودونو د تالارونو مالکان وايي، د کرونا له امله لګېدلو محدودیتونو د هوټلدارۍ صنعت له ماتې سره مخ کړی دی.

د کابل ښار د حضوري چمن په سیمه کې د واده د یوه تالار مالک حاجي باز وايي، د قرنطین له امله‌یې کارونه په ټپه درېدلي دي.

ده وویل: "د قرنطین په دغه حالت کې مالیه او د ځای کرایه هم ورکوو، تېر کال درې میاشتې قرنطین وو، پور والا پور غواړي، خو زموږ عاید نه‌شته، یوه روپۍ نه‌لرو، در په در یو."

په ورته وخت کې د هوټلدارانو ټولنه وايي، د ودونو د تالارونو له تړل کېدو سره زرګونه کسان وزګار شوي دي.

د دغې ټولنې رئيس نادر قرغه‌یي ازادي راډیو ته وویل، په کابل ښار کې د ودونو ۱۲۴ تالارونه تړل شوي دي.

ښاغلی قرغه‌یي وايي: "موږ له حکومته غواړو، یوه روغتیايي کړنلاره جوړه کړي چې له مخې یې ټول اصناف خپلو کارونو ته دوام ورکړي، د هوټلونو له تړل کېدو سره ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي دي، هوټل دې پرېږدي چې هوټلونه فعال واوسي."

کابل کې د ودونو یو تالار
کابل کې د ودونو یو تالار

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له راتګ سره، حکومت د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ محدودیتونه ولګول.

د دغو محدودیتونو پر بنسټ د ښوونیزو مرکزونو، د ودونو د تالارونو، عمومي حمامونو او د ورزشي کلپونو فعالیتونه وځنډېدل، خو ځیني خلک وايي، دغه محدودیتونه په سمه توګه نه‌عملي کېږي.

د عامې روغتیا وزارت پر کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې ډېروالی ښيي او پر روغتیايي سپارښتنو ټینګار کوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی‌زی وايي: "په خواشینۍ سره چې اوس هم د کرونا ویروس پېښې مخ په ډېرېدو دي، موږ د ډېرو شمېرو شاهدان یو، ممکن تر راتلونکو څو ورځو پورې دا ګراف لوړ شي، خو تر درې یا څلورو اوونیو پورې به نزولي سیر ولري."

د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې لګېدلي محدودیتونه رعایت کړي او د ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې ونه‌ګرځي.

د قرنطین پر مهال د کابل منډوي سیمه کې ګڼه ګوڼه
د قرنطین پر مهال د کابل منډوي سیمه کې ګڼه ګوڼه

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱،۵۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۸۰۵ ترې رغېدلي او ۸۰ ترې مړه شوي دي.

رسمي شمېرې ښیي چې په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۱۵ زره، ۶۱۵ ته رسېدلی چې ۴،۷۳۰ ترې مړه شوي دي، خو ویل کېږي چې کره شمېرې به له دې ډېرې وي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG