د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

افغانستان کې قرنطین وغځید؛ د کرونا ۳مه څپه ښايي هره شېبه فاجعه رامنځته کړي


آرشیف٬ د کابل ښار
آرشیف٬ د کابل ښار

د هرات په ولایت کې د شهید بېسیم روغتون دهلیز دې ورځو کې د پخوا پرتله ډېر بوخت دی،۲۳ کلن عبد الفتاح له خپل پلار سره د کرونا له امله روغتون ته راغلي.

دواړه د تنفس کمښت لري او د اکسیجن په مرسته ساه اخلي، مګر د زوی وضعیت یې د زاړه پلار په نسبت ښه دی.

عبدالفتاح وايي، مخکې له دې چې هغه د کرونا په ویروس اخته شي، کرونا یې جدي نه نیوله: "اوس مهال زه او زما حاجي اغا دلته په روغتون کې بستر شوي یو. دلته د ناروغانو شمېر دومره ډېر شوی چې دا روغتون کې بې اندازې بېروبار دی."

په هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه ممکن په هره شېبه کې فاجعه له ځان سره ولري. د رسمي احصایو له مخې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ تنه مړه شوي او ۱۷۲۴ کسان په دې ناروغۍ تازه اخته شوي دي.

ارشیف، کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.
ارشیف، کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو همدارنګه خبرداری ورکړی چې که وضعیت لا پسې خراب شي، نو روغتونونه به د اکسیجن له کموالي سره مخ شي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې دوه اوونۍ بندیزونه به د راتلونکي شنبې ورځې څخه نور هم وغځول شي.

طاهري زیاته کړه: "د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت قرنطین غځول به سر له شنبې د جوزا له ۲۲ څخه پیل شي، دغه قرنطین چې په ۱۶ ولایتونو کې دی، په کې ټول دولتي او خصوصي تعلیمي مراکز، د لامبو حوزونه، ورزشي کلبونه او د ودونو سالونونه شامل دي او هغه کسان چې د همدې ویروس له ګواښ سره مخ دي او د ۵۵ څخه ډیر عمر لري، دوی به له کوره کار کوي."

دا په داسې حال کې ده چې ځیني لوی ولایتونه لکه هرات لا هم په دې بندیزونو کې نه دی شامل شوی.

د هرات پوهنتون استاد فیصل کریمي وایي چې د هغه دوه زده کوونکي د دوشنبې په ورځ په ټولګي کې بې هوشه شول او روغتون ته مو یوړل.

هغه په دغه ولایت کې په تعلیمي مراکزو کې د کرونا د پراخې خپریدو خبره کوي: "هره ورځ ځیني زده کوونکي له ناسم صحي حالت سره مخ کېږي. موږ ان یو یا دوه له دوی څخه روغتون ته لېږدوو. یو شمېر زده کوونکي ناروغه دي او د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ نښې لري. د کرونا پراخه خپرېدل او د تودوخي شدت د زده کوونکو پر روغتیا اغېزه کوي او دا د زدکړو په کیفیت مستقیمه اغېزه لري."

یو له هغو خلکو څخه چې په دې وروستیو کې د دې ناروغۍ له امله مړ شوی، په کابل کې د کانکور آزموینې ښوونکی نظر زلمی دی. هغه د کلونو په اوږدو کې د کابل په ښوونځیو کې په زرګونو زده کونکو ته تدریس کاوه.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیل راهیسې په وروستیو ورځو کې د دې ناروغۍ د تلفاتو د شمېر په اړه د روغتیا وزارت رسمي احصائیې بې ساري دي.

د دغه وزارت د احصایو له مخې د کرونا ناروغۍ له پیل راهیسې بیا تر دې دمه، ۸۴۰۵۰کسان د کووېډ - ۱۹ ناروغۍ باندې اخته شوي او ۳۳۰۵کسان مړه شوي دي.

په افغانستان کې روغتیایي چارواکو خبرداری ورکړی چې د روغتیایي مشورو نه مراعت کول، به د دغې ناروغۍ د پېښو او مړینو شمېر ډېر کړي.

XS
SM
MD
LG