د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

افغانستان کې د کرونا چټک خپرېدل؛ کابل او ۱۶ نورو ولایتونو کې قرنطین وغځېد


د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د پلازمېنې کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې قرنطین دوه اوونۍ نور هم وغځېد.

د دغه وزارت ویاند عثمان طارهري ازادي راډیو ته وویل، دا قرنطين چې د شنبې له ورځې به غځېږي دا ځل د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو ترڅنګ به د ودونو سالونونه، ورزشي کلپونه او د لامبو حوضونه هم په‌کې تړلي وي او د دولت هغه کارکوونکي چې عمرونه‌یې له ۵۵ کلونو لوړ دي او ګواښ ورته متوجې دی هم له کورونو کار وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعونو کې ۱،۷۲۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۵۴ تنه نور له دغه ویروس مړه شوي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو ورځو کې په کرونا ویروس د ډېرو کسانو په اخته کېدو سره د دغه هېواد عامې روغتیا وزارت د اکسیجن د کمښت اندېښنه هم مطرح کړې ده.

تر اوسه په افغانستان کې د کرونا وبا له پیله ۸۴،۰۵۰ کسان په دغه ویروس اخته شوي او ۳،۳۰۵ تنه ترې مړه شوي دي.

هېره دې نه‌وي چې د افغانستان یو مشهور روزنکی نظر زلمی چې له لسیزو راهیسې یې په دغه هېواد کې پوهنتونونو ته د کانکور ازموینې د چمتووالي په برخه کې تدریس کاوه هم تېره شپه د 'کووېډ-۱۹' له امله مړ شو.

XS
SM
MD
LG