د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو زیاتېدل؛ قرنطین نور هم وغځېد


د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یوه اخته ناروغ ته د ډاکترانو لارښوونې
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یوه اخته ناروغ ته د ډاکترانو لارښوونې

په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښو په زیاتېدو سره د افغانستان عامې روغتیا وزارت د قرنطین موده د دوو نورو اوونیو لپاره هم وغځوله.

دغه وزارت وایي چې د قرنطین دا موده به د سرطان تر ۱۸مې نېټې دوام وکړي.

تر دې وړاندې هم دوه ځلې ورته محدودیتونه لګول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۳» ازادي راډیو ته وویل چې دغه پرېکړه په ټول افغانستان کې پلې کېږي.

ښاغلی نظري زیاتوي: "په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو په ډېرېدو سره د وزارت ځانګړې کمېټې کوم بندیزونه چې دوه اوونۍ وړاندې په ۳۴ ولایتونو کې لګولي وو د دوو نورو اوونیو لپاره هم وغځول، دغو محدودیتونو کې به د ودونو هوټلونه، د لامبو وهلو حوضونه، ورزشي کلپونه، ښوونځي، پوهنتونونه، وړکتونونه بند وي او همدارنګه په عامه ځایونو کې باید ماسک واچول شي."

عامې روغتیا وزارت همدارنګه له دولتي ادارو غوښتي چې له غیر ضروري جلسو ډډه وکړي.

دغه وزارت د جوماتونو له ملا امامانو او د ښاري بسونو له چلوونکو هم غوښتي چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

ارشیف، د کابل په یوه جومات کې د جمعې لمونځ
ارشیف، د کابل په یوه جومات کې د جمعې لمونځ

خو یو شمېر عام وګړي دا محدودیتونه پر ځای ګام نه‌ګڼي.

د کابل ښار اوسېدونکې او مدني فعاله خاطره نوري که څه هم د قرنطین له غځېدو هرکلی کوي، خو وایي دا چې یوازې ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، نورو عامه ځایونو کې قرنطین نه‌پلی کېږي دا به د پام وړ نتیجه ونه‌لري.

اغلې نوري وویل: "دا چې د قرنطین موده وغځېده نېک ګام دی، خو دا قرنطین یوازې د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړلو کوم د پام وړ اغېز به ونه‌لري، نور وګړي چې له کورونو څخه بهر دي په عامه ځایونو کې ګورو چې بازارونه خلاص دي،ګڼه ګوڼه ډېره ده نو دا د کرونا وبا مخنیوی نه‌شي کولای."

د کابل یوې اوسېدونکې رویا رامش بیا وایي چې د قرنطین مودې په غځولو سره د کرونا مخه نه‌نیول کېږي او عامې روغتیا وزارت باید خپل امکانات زیات کړي.

مېرمن رامش وویل: "عامې روغتیا وزارت هغه مهال باید قرنطین جدي پلی کړی وای چې دا ناروغي د خلکو ترمنځ خوره نه‌وه اوس د دې قرنطین په غځولو سره کوم ځای نه‌شي نیولی."

دغو محدودیتونو سره هم‌مهاله افغان دولت د واکسین بله دوره هم پیل کړې ده.

تازه دوره کې تر اوسه څه باندې ۶۷۰ کسانو د کرونا واکسین ترلاسه کړی چې دا ډېر کم شمېر په ګوته کوي.

تر دې وړاندې د هند تولید استرازینیکا واکسین تطبیق کېده، خو په وروستیو اوونیو کې چیني واکسین سینوفارم خلکو ته تطبیق کېږي.

افغانستان ته د هند له لوري د کرونا ویروس ضد مرسته شوی واکسین
افغانستان ته د هند له لوري د کرونا ویروس ضد مرسته شوی واکسین

دواړه واکسینونه د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا تأیید شوي دي. په افغانستان کې د کرونا شمېرې مخ په لوړېدو دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، په وروستیو اوونیو کې د کرونا د مړینې شمېر زیات شوی چې افغانستان د درېیمې څپې اوج ته رسېدلی دی.

عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۶۷ تنه په کرونا اخته شوي او ۶۳ تنه ترې مړه شوي دي.

د کرونا ویروس له پیله تر دې دمه په افغانستان کې ۱۱۱ زره او ۵۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۴،۵۱۹ تنه مړه شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا د ازمایښت او د ناروغۍ درملنې لپاره کمو امکاناتو ته په کتو اټکل کېږي چې د کرونا د خپرو شویو شمېرو په پرتله ارقام لوړ وي.

XS
SM
MD
LG