د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

افغانستان کې 'اته لکه کسانو' د کرونا ویروس ضد واکسین اخیستی


ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس د تطبیق بهیر
ارشیف، افغانستان کې د کرونا ویروس د تطبیق بهیر

کرونا هغه وژونکی ویروس چې له امله‌یې په افغانستان کې د قربانیانو په شمېر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا ضد نور واکسین د ترلاسه کولو هیله لري.

د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې ۴۶۸ زره دوزه کرونا ضد نور واکسین هم افغانستان ته ورسېږي.

ښاغلي عیلزي وویل تر دې دمه اته لکه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی او لا هم دا پروسه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې روانه ده.

دی زیاتوي: "له نېکه مرغه موږ یو له هغه هېوادونو یو چې واکسین لرو او د تطبیق پروسه‌یې روانه ده او تر دې دمه ۸ لکه کسانو ته واکسین رسېدلی، موږ پلان لرو چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې ۶۰ په ۱۰۰ کې افغانانو ته واکسین ورسوو."

په تېره یوه میاشت کې چې د کرونا ویروس درېیمه څپه پیل شوې له امله‌یې د مړېنې لوړې شمېرې ثبت شوې دي.

ارشیف، په افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ
ارشیف، په افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۷۵ د کرونا ویروس نوې پېښې ثبت شوې دي.

دغه‌شان په همدې موده کې ترې ۵۳۷ کسان رغېدلي او ۸۶ مړه شوي دي.

خو عام خلک د اکسیجن کمښت او د کرونا ضد واکسین ته د خلکو کم لاسرسی د ستونزو په توګه یادوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی سلیمان صدیقي وايي: "څو مرکزونو ته مې د واکسین په موخه مراجعه وکړه، خو د خلکو د ګڼه ګونې له امله مې ترلاسه نه‌شو کړای، د واکسین کمښت بله ستونزه ده چې باید د روغتیا وزارت له‌خوا ورته پام وشي."

د کابل ښار بل اوسېدونکی الهام جاوېد وايي، نه‌یې دي غوښتي چې دا واکسین تطبیق کړي: "ما ونه‌غوښتل چې دا واکسین وکړم، ځکه یو د سینما لوبغاړی چې دوه دوژه واکسین‌یې هم کړی و د دې ناروغۍ له امله‌یې ساه ورکړه، فکر کوم چې هېځ اغېز نه‌لري، شک لرم نو ځکه نه‌غواړم چې واکسین وکړم."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، تر اوسه چې کوم کسان په افغانستان کې د کرونا په درېیمه څپه کې مړه شوي، په دوی کې داسې کس نه‌شته چې واکسین‌یې لګولی وي.

د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کسان او د دغه ویروس له امله یو مړ شوی ناروغ
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کسان او د دغه ویروس له امله یو مړ شوی ناروغ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي او دغه‌شان واکسین وکړي.

په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه یو لک او اووه زره ۹۵۷ کسه په دې ویروس اخته شوي او ۴،۳۶۶ بیا ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG