د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

پر ډاکترانو د کرونا ویروس فشار؛ تر اوسه‌یې '۶۱۰ روغتیايي کارکوونکي' مړه کړي


ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې ډاکتران
ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې ډاکتران

د کرونا ویروس خپرېدو تر بل هر چا زیات ډاکتران تر فشار لاندې راوستلي دي، روغتیايي کارکوونکي چې شپه او ورځ په کرونا د اخته کسانو ژوند ژغوري، د دغه ویروس له خپرېدو بیا تر اوسه ۶۱۰ تنه مړه شوي دي.

د هرات شهید بسیم روغتون کې مسعود میرزایي هغه ځوان ډاکتر دی چې د کرونا له پیله بیا تر اوسه د کرونا ناروغانو د ژوند د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوي.

نوموړی تر بل هر چا زیات د کرونا ویروس د خطر په اړه پوهېږي، خو بیا هم شپه او ورځ د 'کووېډ-۱۹' د هغو ناروغانو په خدمت کې دی چې په ډېر بد حالت کې روغتون ته وروړل کېږي.

د ډاکتر میرزایي په وینا د کرونا درېیمه څپه خطرناکه او ډېر ژر خپرېدونکې ده، خو خلک‌یې پر وړاندې له حده زیاته بې‌پروایي ښیي.

ډاکتر میرزایي او نورو هم مسلکانو ته‌یې سخت وخت هغه دی چې له یوې خوا یې په کرونا اخته ناروغ مړ شي، له بل لوري یې د خپلوانو له بد او فزیکي چلند سره مخ وي.

ډ‍اکتر میرزايي د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۱» ازادي راډیو ته وویل: "د ناروغانو شمېر ډېر زیات دی، په شیدایي روغتون کې ناروغانو ته نور ځای نه‌شته، ګڼ شمېر یې اکسیجن ته اړتیا لري، خو موږ یې نه‌شو ورته برابرولی، د کرونا له لومړۍ څپې څخه امکانات زیات شوي دي، خو د ناروغانو شمېر ډېر دی، کله چې د اکسیجن له ستونزې سره مخ کېږو، د ناروغانو پایوازان ډېر تند او تېز چلند کوي، حتی تر دې چې په موږ وار کوي."

هرات کې د کرونا ناروغانو د درملنې په یوه مرکز کې روغتیايي کارکوونکي او ډاکتران
هرات کې د کرونا ناروغانو د درملنې په یوه مرکز کې روغتیايي کارکوونکي او ډاکتران

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې ۵،۰۰۰ روغتیايي کارکوونکي د 'کووېډ-۱۹' په روغتیايي مرکزونو کې په کار بوخت دي.

ډاکتر مسیح نوري چې د افغان چاپان په روغتون کې کار کوي د اکسیجن، درملو، د ناروغ د بستر کېدلو لپاره د کټ او ځینو نورو لومړنیو اړتیاوو په هکله وایي چې دوی یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د نومړي په وینا درمل قیمته شوي، اکسیجن کم شوی دی او د ناروغ لپاره د بستر کېدلو ځای هم په سختۍ پیدا کېږي.

ښاغلی نوري زیاتوي: "د اکسیجن او بستر نشتوالی، د درملو ګراني، د ناروغانو زیاتوالی، زموږ د معاشونو ځنډېدل، هغه ستونزې دي چې له موږ نه‌یې د حل‌لاره ورکه کړې ده، د افغان چاپان او علي جناح روغتونونه له ناروغانو څخه ډک دي، چې دا په خپله ستونزې بې‌حده ډېروي."

ډاکتران هغه کسان دي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر نورو زیات د مرګ له کواښ سره مخ دي، خو بیا هم له 'کووېډ-۱۹' سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا له خپرېدو څخه بیا تر اوسه ۶۱۰ روغتیايي کارکوونکي له دغې وبا مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند عثمان طاهري وايي: "ډېره هڅه کېږي چې پراخ مصونیت رامنځته شي، ډېریو ډاکترانو واکسینونه کړي او دا د دوی د خوندي کولو یوه لاره ده."

د روغتیايي کارکوونکو نیوکه پر هغو خلکو ده چې د کرونا ویروس پر وړاندې بې‌پروا دي، خو عام وکړي بیا وایي چې د 'کووېډ-۱۹' له درېیمې څپې څخه دومره نه‌وېرېږي لکه له لومړۍ څپې څخه چې ډارېدل.

د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

د کونړ اوسېدونکی محمد نعیم په دې اړه وایي: "په لومړیوکې له کرونا څخه سخت ډارېدلو، خو اوس په هغه اندازه وېره نه‌شته، په داسې حال کې چې مرګ دا ځل ډېر کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۲،۲۰۲ تنه په کرونا اخته شوي او ۷۳ ترې مړه شوي دي، په دې شمېرو سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له خېرېدو تر اوسه دې شمېر سره ټول ۱۰۷،۹۵۳ وګړي په 'کووېډ-۱۹' اخته او ۴،۳۶۶ کسان مړه شوي دي.

ډاکتران، خلکو ته سپارښتنه کوي چې روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG