د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د سندرغاړي مقري پر مړینې د سیاسیون او د خواله رسنیو د خواخوږي پیغامونه


پېژندل شوی سندرغاړی عبدالله مقری 
پېژندل شوی سندرغاړی عبدالله مقری 

د افغانستان د موسیقۍ مشهوره سندغاړی عبدالله مقری چې له څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر و، د یکشنبې په ورځ د جون په شلمه نېټه وفات شو.

د ده زوی میرخان د خپل پلار د مړینې خبر پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړ.

که څه هم دا غږ نور د تل لپاره خاموش شو، خو سندرې به یې د افغانانو تل په یاد پاتې وي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پېژندل شوي سندرغاړي عبدالله مقري مړینه، یوه «لویه ضایعه» وبلله.

عبدالله مقري چې په کرونا ویروس تر اخته کېدو وروسته د کوما په حالت کې و، نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) یې د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند، صابر مومند د هغه په باب ازادي راډیو ته وویل: "عبدالله مقري څو لسیزې د افغانستان د فرهنګ او هنر د ودې لپاره حماسي سندرې وویلې او د ځوانانو په ویښولو کې یې د هنر په ژبه رغنده رول لوبولی دی. د ده مړینه د هنر او موسیقۍ په برخه کې یوه لویه ضایعه ده."

مقري سلګونه سندرې او ملي ترانې ویلي او هنر یې ډېر مینه وال لري.

ګڼو افغانانو پر ټولنیزو رسنیو د عبدالله مقري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

ارګ ماڼۍ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه د هېواد د جمهور رییس اشرف غني له قوله لیکلي: "عبدالله مقري په هنري، سندریز او خواږه انداز خلک د وطن ابادۍ، یووالي او سوله ییز ژوند ته وهڅول. له ژوند، وطن او هنر سره مینه او د وطنپالنې عالي روحیه او پیغامونه یې د افغانستان تر هرې سیمې، کور اوخپلو مینه والو ورسول، مړینه یې د افغاني هنر او موسیقۍلپاره لویه ضایعه ده."

همدا راز د افغانستان د کانونو او پترولیم وزیر هارون چخانسوري پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي: " د هېواد خوږ ژبی هنرمند عبدالله مقري ملي او حماسي هنرمند و چې د سولې او وطن د ښیرازۍ له پاره سندرې وویلې او د خپل هنر له لارې يې د جګړې او تاوتریخوالي ضد مبارزه کوله."

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم هم پر ټولنیزو رسنیو د ښاغلي مقري د مړینې په تړاو لیکلي: "حماسي هنرمند عبدالله مقري به په خپل جادويي غږ سره تل په خپلو حماسي سندرو کې ولسونه له هېواد سره مینې او خلوص ته هڅول او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت غونډې به یې په خپل کنسرتونو سره تودې ساتلې چې مړینه یې د هنر او فرهنګ په په ډګر کې لویه ضایعه ده."

د هېواد مشهوره سندرغاړي ګودر ځاځي پر خپله ټويټرپاڼه داسې لیکلي: " دې ولس ته دې یو عمر په هنري انداز چیغې او نصیحت وکړ، خو لا سم شوي نه دي. تا خپل مسوولیت ادا کړ."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خپل خپل فسبوک پاڼه لیکلي چې :"د سولې ارمانجن د پشتو ژبې د موسيقۍ وتلې څېره او حماسي سندرغاړی عبدالله مقری د کرونا ناروغۍ له کبله د دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دی .د ارواښاد عبدالله مقری د پښتون افغان وطن لپاره ډېر لوړ او بې شماره خدمتونه دي .د هغه مړينه د پښتو ژبې د موسيقۍ لپاره يوه لويه ضايعه ګڼو .

موږ د عبدالله مقری د کورنۍ سره ،په ځانګړې توګه ښاغلي ميرخان ، د دوي دوستانو سره په دې درانه غم کې شریک يو او دوی ټولو ته د زړه صبر غواړو .روح يې ښاد او ياد يې تل پاتې."

ه

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ هم د عبدالله مقري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او پر خپله ټويټرپاڼه یې لیکلي:"مقري صېب به په خپلو خوږو سندرو کې د پښتون افغان وطن د ښکلا ذکر کولو او پښتنې خاورې د ناموس په څادر به یې تل د ننګ ګلونو راښکل، د هغه مړینه د پښتو فن یوه لویه ضایع ده."

په جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي: "دې خوږ ژبې او حماسې سندرغاړي د افغانانو د رښتینولۍ، ملي غرور او ارزښتونو استازیتوب په ټینګه تر سره کړ."

د افغانستان د کرکټ ملي ډلې لوبغاړي ګلبدین نایب هم پر خپله ټويټرپاڼه د عبدالله مقري د مړینې په تړاو د تسلیت پيغام خپور کړی دی.

په وروستیو کې د کورونا له کبله په افغانستان کې د مړینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG