د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

روغتیا وزارت: د کوېډ-۱۹ ناروغانو لپاره شته تجهیزات بسنه نه کوي


په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي
په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي

په افغانستان کې د کوېډ- ۱۹ ناروغۍ د ناروغانو او له دې ناروغۍ د مړو شوېو ډېر شمېر ته په پام سره، د یو شمېر ناروغانو کورنۍ په روغتونونو او بازارانو کې د اکسیجن له کمښته شکایت کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی کبیر چې د کوېډ- ۱۹ څو ناروغان په کور کې لري وايي، د اکسیجن کمښت دوی ته په لویه ستونزه بدل شوی دی.

دی وايي دولتي روغتونونه د دوی اړتیاوو ته رسېدنه نه شي کولای او په بازارونو کې د اکسیجن بیه ډېره لوړه ده: "د اکسیجن کمښت زیات دی او دا ډېره ستونزمنه ده، ډېری کسان هم چې مړه کېږي وجه یې سل په سلو کې د اکسیجن کمښت دی، څو ورځې مخکې ما خپله په خیرخانه کې یو بالون اکسیجن په ۲۵ زره افغانۍ واخېست."

دی وايي، د ډېری داسې ناروغانو شاهد و چې د اکسیجن د کمښت له وجې یې ساه ورکړه.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر ځله لیدل کېږي چې خلک د اکسیجن د اړتیا او په دې برخه کې ورسره د مرستې غږ پورته کوي.

ارشیف، په کرونا یوتن ناروغ افغانان
ارشیف، په کرونا یوتن ناروغ افغانان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم مني چې کویډ- ۱۹ ناروغانو ته د اکسیجن کمښت یوه لویه ستونزه ده.

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې روغتونونو ته د کويډ- ۱۹ ناروغانو مراجعه ډېره ده، خو تجهیزات کم دي.

د نوموړي په خبره، په ولایتونو کې د کویډ- ۱۹ناروغۍ د درملنې د روغتونونو وړتیاوې دوه چنده شوي، خو لا هم په خبره یې د زیاتو بسترونو رامنځته کولو ته اړتیا ده.

نوموړي وویل، د زیاتو بسترونو لپاره اکسیجن ته اړتیا ده: "یو عمده لامل چې موږ لا هم خپل بسترونه نه زیاتوو، هغه دا چې لومړی باید اکسیجن د تمویل سرچینې پیدا کړو بیا به وروسته بسترونه زیات شي، موږ د بسترونو د زیاتوالو لپاره په هره اندازه چې وي لازم چمتوالی لرو."

خو دا چې اوس مهال څومره بسترونه د دغو ناروغانو لپاره شته او څومره نوروته اړتیا ده وزارت په دې اړه څه نه وايي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح٬
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح٬

د ښاغلي مجروح په خبره، به کابل کې د کویډ- ۱۹ ناروغۍ د درملنې ټول روغتونونه په اکسیجن سمبال شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست او په ایران کې د مشهد پوهنتون ترمنځ د شوې هوکړې پربنسټ به د اکسیجن د ټولید په موخه په اوونیز ډول ۴۰ ټنه مایع ګاز هغه ولایت ته ولېږدول شي چې لومړنۍ محموله یې پرون هرات ولایت ته ورسېده.

نوموړی وايي، هغه ۳۵۰۰ بالونه اکسیجن چې له ایرانه اخېستل شوي وو ۹۰۰ بالونه يې د هرات پولې ته رارسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۲۲ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۹۳ تنه ترې مړه شوي دي.

په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه یو لک او درې زره او ۹۲۱ کسان په دغه ویروس اخته شوي او ۴۲۱۵ ترې مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو ورځو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوېو په شمېر کې یو شمېر مشهورې څېرې هم شاملې وې.

نن مشهور سندرغاړي عبدالله مقري هم د دغې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

عبدالله مقرۍ د افغانستان د راډیو ټلوېزیون په ارشیف کې په سلګونه تصویري او غږیزې سندرې لري او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یې مړینه یوه لویه فرهنګي ضایعه یاده کړې ده.

د نوموړي مینه والو هم په ټولنیزو رسنیو کې د ده په مړینه خواشیني ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG