د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

روغتیا وزارت: هڅه کوو د اکسیجن د کموالي ستونزه حل کړو


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي د کرونا ویروس د درملنې په روغتونونو کې د اکسیجن د کموالي ستونزه حل کړي.

د دغه وزارت ویاند، غلام دستګیر نظري نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل، په دې برخه کې یې له نورو هېوادونو هم د مرستې غوښتنه کړې ده: "د دوو خیر رسوونکو سوداګرو په مرسته په شمال کې د اکسیجن ۱۲۰۰ بالونونه د تاجیکستان او ازبیکستان له لارې افغانستان ته راوړل شول. له پاکستانه هم د اکسیجن بالونونو او تجهیزاتو د واردولو شاهدان وو."

ښاغلي نظري وویل، د ایران له لارې هم د اکسیجن دوه ټانکرونه تېره شپه افغانستان ته وارد شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو په کرونا ویروس د ۹۳ کسانو مړینه ثبت شوې، خو اټکل کېږي چې واقعي شمېر به ښايي خورا زیات وي.

XS
SM
MD
LG