د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

روغتیا وزارت: د کرونا ۳مې څپې چې کوم کسان وژلي، واکسین شوي په کې نشته


ارشیف، په هرات کې د کرونا وبا له امله یو وژل شوی افغان
ارشیف، په هرات کې د کرونا وبا له امله یو وژل شوی افغان

د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکی ۶۵ کلن عبدالرزاق چې د خپل کور مخته په باغچه کې، د ګلانو په اوبولو بوخت وي. له نوموړي سره چې څوک نږدې کېږي ماسک له جیبه باسي او خپله خوله او پوزه پټوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د کرونا ویروس ضد هندي واکسین دواړه ډوزه یې کړي، خو بیا هم په خبره یې، روعتیايي سپارښتنې جدي په پام کې نیسي.

عبدالرازق زیاته کړه: "ما دوه ډوزه واکسینونه پرځان پلي کړي، یو ځل مې یو ډوز وکړ بیا مې میاشت وروسته بل ډوز هم وکړ، ماسک اچوم، فاصله هم مراعتوم، چېرې چې ګڼه ګوڼه وي هلته نه ځم."

عبدالرزاق وايي، د شکر ناروغي لري، نور هم سپین ږیری شوی او پخوانی خوند یې نه دی پاتې، نو ځکه یې اړینه وګڼله چې واکسین وکړي او ځان خوندي کړي.

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

شبنم ییا قابله ده. دا د شلو کلونو ځوانه ده، خو بیا یې هم یو ډوز هندي اسټرازینکا واکسین لګولی دی.

دا چې د کابل د تایمني سیمې اوسېدونکي ده، بیا دا اندېښنه لري چې بل ډوز واکسین به څنګه وکړي؟ ځکه ورته ویل شوي چې خلاص شوی دی: "ما یو ډوز هندي واکسین وکړ، بل ډوز مې لا نه دی کړی، مراجعه مې وکړه وايي خلاص شوي، اوس ورته تشویش کې یم که بل ډوز رانه شي څه به کوم؟"

شبنم هم وايي، روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیسي.

خو د عبدارزاق او شبنم برعکس بیا داسې کسان هم شته چې نه د واکسین کول جدي ګڼي او نه هم روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیسي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي،د کرونا درېیمې څپې چې کوم کسان وژلي، واکسین شوي په کې نشته.

د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي، که څه هم دانه ردوي چې ګوندې واکسین شوي په کرونا ویروس نه اخته کېږي، خو وايي چې دا شان کسان که په دغه وبا اخته هم شي ډېره ګواښونکې به ورته نه وي.

ښاغلي علیزي خلک د واکسین کولو ته رابولي: "د کرونا درېیمه څپه کې کومه مړینه چې روغتیايي مرکزونو کې رامنځته شوې، په دوی کې تر اوسه موږ سره داسې کسان نه دي ثبت کړي چې واکسین یې هم کړی وي، خو مړه شوي وي، د واکسین په تطبیق سره کولای شو چې موږ په ټولنه کې د کرونا ویروس پېښې راکمې کړو."

ښاغلی علیزی، د هغو کسانو د اندېښنو په ځواب کې چې کرونا ضد هندي اسټرازینکا واکسین یې یو ډوز کړی او بل پې خلاص دی وايي، دغه واکسین به هم ډېر ژر افغانستان ته راوړل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خلک د واکسین کولو ته رابولي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خلک د واکسین کولو ته رابولي

نوموړی وايي، په دې کې د اندېښنې وړ خبره ځکه نشته چې له یو تر بل ډوز لګولو پورې واټن له ۴ تر ۱۶ اوونیو پورې دی او په دې موده کې د دوی په معافیت کې کومه ستونزه نه پېښېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دغه هېواد کې کرونا ضد چینايي واکسین چې اووه سوه زره ډوزه راوړل شوی، د پلي کېدو چارې یې د جوزا میاشتې په ۲۲ مه نېتې پیل شوي دي.

وزارت وايي، په ټوله کې په افغانستان کې تر اوسه له شپږ لکه او اووه اتیا زرو څخه زیاتو کسانو ته کرونا ویروس ضد واکسین شوی دی.

په دغه هېواد کې د یادې وبا د خپرېدو له پیله تر جمعې ورځې پورې د اخته شوېو کسانو شمېر له یو لکو زیات او ترې د مړو شویو شمېر ۴۰۳۰ ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG