د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

کابل ته د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري درمل او طبي وسایل ولېږل شول


آرشیف
آرشیف

د روغتیا نړیوال سازمان پرون سې شنبه (د غبرګولي ۲۵مه) له دوبۍ څخه کابل ته په یوه چارټر الوتکه کې د درملو او طبي وسایلو د رسېدو خبر ورکړ.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، دا په کابل کې د روسیې د سفارت له خوا مرسته شوي درمل او طبي وسایل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دغو مرستو هدف د افغانستان د روغتیايي خدماتو ښه کول او د کرونا د درېیمې څپې په وړاندې د مبارزې د وړتیا زیاتول دي.

تردې مخکې چین د کرونا ضد ۷۰۰،۰۰۰ ډوزه واکسین مرسته کړې وه چې افغانستان کې یې لګول پیل شوي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي، دغه هېواد د اکسیجن او د اکسیجن د وسایلو له کموالي سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG