د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ تنه د کرونا له امله مړه شوي


د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو اخته ناروغ
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس یو اخته ناروغ

د افغانستان عامې روغتيا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ويروس د اخته شويو او له دې ویروسه د مړو شويو شمېر اعلان کړ.

له دغه وزارت د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۳،۸۷۵ کسانو کرونا ټسټ شوې چې ۱،۶۴۷ کسان په دغه ویروس اخته پېژندل شوي.

دغه‌شان په همدې موده کې ۷۸ کسان ترې مړه شوي او ۲۳۲ ترې روغ شوي دي.

په دې سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو تر اوسه ۹۴،۹۱۹ کسان په دې وبا اخته شوي او ۳،۷۶۱ کسان ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG