د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: له ازبکستانه د اکسیجن وارد شوې ډبې ټولې تشې وې


ارشیف، د اکسیجن ډبې
ارشیف، د اکسیجن ډبې

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د اکسیجن زر ډبې چې څو ورځې وړاندې له ازبکستانه وارد شوې وې ټولې تشې وې.

په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ لپاره په ځانګړو شویو روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت په اړه په داسې حال کې انتقادونه مخ پر زیاتېدو دي چې نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۴» د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح وايي دا کار سهواً کې شوی دی.

ښاغلی مجروح وايي که دا ډبې له اکسیجن ډکې وی، نو ۵۰۰يې د بلخ ولایتي روغتون او پاتې نورې يې د نورو روغتونونو لپاره ځانګړې شوې وې.

ښاغلی مجروح زیاتوي: "اوس‌مهال موږ د اکسیجن له نه‌موجودیت نه، بلکې له کمښت سره‌يې مخ یو، کوم زر ډبې چې له ازبکستانه راستول شوي د یو سوء تفاهم له مخې ټولې تشې وې، له نېکه مرغه اوس زموږ یو ملي سوداګر ۳۰۰ ډبې ډکوي، که موږ د اکسیجن تشې ډبې هم پیدا کړو تاجکستان حاضر دی چې هره ورځ موږ ته ۵۰۰ ډبې ډکې کړي، له ایرانه مو درې نیم زره ډبې اکسیجن پېرلی دی، نن رابار شوي دي، که هلته د ټاکنو له امله ستونزه پیدا نه‌شي، نو په راتلونکو دوه ورځو کې به افغانستان ته راورسېږي، دا به په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې تقسیم شي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح
د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس زیات ناروغان د اکسیجن له کمښت سره مخامخ دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په شخصي شرکتونو کې د اکسیجن د یوې ډبې بیه ان ۱۵ زره افغانیو ته پورته شوې ده.

ګلنار جعفري چې خور یې په کرونا ویروس اخته شوې د اکسیجن د کمښت په اړه وايي، ناروغه خور يې د کابل په درېیو روغتونونو وګرځوله، خو هره یو يې د اکسیجن له کمښت سره مخ و، ځکه نو اړ شول چې خپل کور کې يې بستر کړي.

ګلنار وویل: "د اکسیجن تشه ډبه مو پیدا کړه، خو دوه ورځې د اکسیجن د تولید په ټولو مرکزونو وګرځېدو پیدا مو نه‌کړ، په درېیمه ورځ وتوانېدو چې په پلچرخي کې د اکسیجن د تولید له یوې کارخانې اکسیجن وپېرو."

دا يوازې د ګلنار خور نه‌ده، بلکې زیات شمېر د 'کووېډ-۱۹' ناروغان دا شپې ورځې له ورته حالت سره مخ دي.

د کابل ښار اوسېدونکی نجم‌الدین وايي د خپل ناروغ لپاره‌يې د اکسیجن یوه ډبه په ۱۵ زره افغانۍ اخیستې، په داسې حال کې چې مخکې په پنځه زره افغانۍ وه.

نجم‌الدین وايي: "دلته کرونا ډېره زیاته شوې ده، د اکسیجن کمښت لویه ستونزه پیدا کړې ده، ما د خپل ناروغ لپاره یوه ډبه په ۱۵ زره افغانۍ واخیسته، مخکې دا ډبه په ۵ زره افغانۍ پیدا کېده."

د کابل یوه روغتون کې د اکسیجن د تولید یو نصب شوی ماشین
د کابل یوه روغتون کې د اکسیجن د تولید یو نصب شوی ماشین

خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي چې اوس‌مهال په کابل کې د کرونا ناروغانو لپاره په ځانګړو شویو څلورو روغتونونو کې د اکسیجن د تولید ماشینونه نصب شوي او په دې روغتونونو کې ناروغان له همدې اکسیجنه ګټه اخلي.

نوموړي وویل چې په څو راتلونکو ورځو کې به د یونېسف له لوري مرسته شوي د اکسیجن د تولید شپږ ماشینونه په کابل او اړمنو ولایتونو کې په روغتونونو کې نصب شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۸۰۴ نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۷۱ کسان ترې مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۳،۲۷۲ او له امله‌يې د مړو شمېر ۳،۶۸۳ ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG