د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

د کرونا د ۳څپې چټک خپریدا؛ روغتیا وزارت: د اکسیجن د کمي ستونزه لا نه ده حل شوې


په کابل کې د افغان جاپان روغتونو چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.
په کابل کې د افغان جاپان روغتونو چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو زیاتوالي ته په پام ډېره هڅه کوي چې روغتونونه د اکسیجن د کمښت له ستونزې سره مخامخ نه شي.

د دې وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د اوس لپاره د اکسیجن ستونزه جدي نه ده، خو که په کتلوي ډول خلک ډېرپر کرونا اخته شي، نو ښایي هغه مهال دا په یوه جدي ستونزه بدله شي.

عليزي زیاته کړه: "ناروغان زموږ د اکسیجن له کمښت سره مخ نه دي، موږ، د عامې روغتیا وزارت چې کله تېره ورځ د جناح روغتون پرانېست، هلته د اکسیجن دستګاه موجوده ده چې تر ۱۵۰ بالونو پورې به اکسیجن ناروغانو ته تولیدوي یعنې څه مشکل به نه وي او د افغان ـ جاپان روغتون ته هم کومه دستګاه چې د اکسیجن د تولید لپاره ځانګړې شوې هغه به هم په نژدې ورځو کې هلته نصب کړای شي."

تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح ویلي و چې د هېواد په کچه د اکسیجن د تولید امکانات محدود دی او له خلکو یې غوښتي و چې د کرونا درېیمه څپه جدي ونیسي او د امکان تر حده په خپلو کورونو کې پاتې شي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د کرونا درېیمه څپه په هېواد کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او څه باندې شل ولایتونه یې هغه ولایتونه یاد کړي چې د ده په وینا یا په کې د کرونا درېیمه څپه اوج ته رسیدلې یا د رسېدو په حال کې ده. د کرونا د دغې څپې له چټکې خپرېدا سره یې مثبتې پېښې هم ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا د زیات شمېر کسانو د اخته کېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د هغو ۳۳۴۶ مشکوکو کسانو له ډلې چې د کرونا ټېسټونه یې په دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې ترسره شوي، ۱۲۷۳ یې مثبت وو.

نوموړي په دې موده کې د کرونا له امله د ۴۱ کسانو د مړه کېدو خبر هم ورکړ چې دا په یوه ورځ کې پر کرونا د اخته کېدونکو او ترې د مړه کیدونکو تر ټولو لوړې شمېرې دي.

ډاکټر فریدون ځدراڼ چې د کرونا له ناروغانو سره سر او کار لري، پرون شنبه (د غبرګولي ۱۵مه) د ازادي راډیو د تر شنه اسمان لاندې خپرونه کې هم تایید کړه چې وضعیت د خرابېدو په حال کې ځکه دی چې خلک کرونا جدي نه نیسي.

هغه وویل، په وروستیو ورځو کې د کووېډ ـ ۱۹ ډېر ناروغان روغتون ته ورځي او زیاته یې کړه چې که په خپله خلک روغتیایي سپارښتونو ته پاملرنه ونه کړي، ښایي د کرونا دغه درېیمه څپه له کنټروله ووځي.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه: "اولینه خبره خلکو ته موږ دا کوو چې یو شی چې بهترین دی هغه ماسک دی. کوښښ دې وکړي چې له ماسکه دې ډېره استفاده وکړي. کله چې له کوره بهر وځي، د کار په ځای او بازار کې دې هېڅ شی نه خوري."

په افغانستان کې د کرونا د درېیمې څپې له پراخېدو سره د دې اندېښنې په زیاتېدو دي چې ښایي د دې هېواد روغتیایي کمزوری سیسټم د دې وړتیا ونه لري چې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغانو په درملنې پورې ورسېږي. هغه څه چې یوه ښکاره بېلګه یې په دې وروستیو کې په هند کې ولیدل شوه.

هغه هېواد چې پر کرونا د اخته شوېو کسانو لپاره یې نه په روغتونونو کې کافي بسترونه او نه هم کافي اکسیجن او نور لازمي وسایل درلودل.

XS
SM
MD
LG