د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

روغتیا وزارت: که خلک همکاري ونه‌کړي د کرونا درېیمه څپه لا خطرناکه کېدای شي


ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي که خلک همکاري ونه‌کړي د کرونا درېیمه څپه لا پسې خطرناکه کېدای شي.

د دغه وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن د کرونا د تازه پېښو او په وړاندې یې د اقداماتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

هغه د کرونا په قابو کولو کې د خلکو همکاري ډېر اړینه وبلله.

ښاغلی مجروح وايي: "له بېړني حالته لا نه‌یو وتلي. متأسفانه وضعیت به لا تر دې هم کړکېچن شي. له خلکو څخه مو غوښتنه دا ده چې وقایوي لارښوونو په اړه پام وکړي. لاس وینځلو، ماسک کارولو او ټولنیزې فاصلې په رعایت سره په ټولنه کې وساتي!"

ښاغلي مجروح وویل د همدې یوې وروستۍ اوونۍ ارقام ښيي د کرونا په مثبتو پېښو او مړینو کې زیاتوالی راغلی او ورسره د ناروغانو لپاره د بسترونو د زیاتولو او د اکسیجن د تولید اړتیاوې هم زیاتې شوي.

افغانستان کې دمګړۍ نږدې ۸۹ زره کسان په کرونا اخته دي او له دې ډلې نږدې درې نیم زره کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG