د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

برښنا شرکت: د اکسيجن فابریکو او روغتونونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره شوې


ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته لګول شوې د اکسیجنو ډبه
ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته لګول شوې د اکسیجنو ډبه

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کرونا ویروس درېیمې او شديدې څپې ته په پام‌یې د اکسيجن توليدي فابریکو او د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې روغتونونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړې ده.

د دغه شرکت وياند سنګر نیازي نن ازادي راډيو ته وويل چې دوی د استوګنو سیمو د برېښنا یوه برخه هم داکسیجن توليدي فابریکو ته ځانګړې کړې ده.

مخکې تر دې د افغانستان عامې روغتيا وزارت او خلکو په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېيمې او شدیدې څپې ته په پام د اکسیجن د کمښت په اړه اندېښه ښودلې وه.

د افغانستان د بشر حقونو او د رسنيو د څار مؤسسې ويلي و چې د ګڼو ستونزو له دې ډلې د برېښنا د نشتوالي له امله د اکسیحن له ۳۰ توليدي فابریکو ۱۵يې تړل شوې دي.

د کرونا درېیمې څپې له امله ورځ تر بلې په افغانستان کې په کرونا د اخته خلکو او د مړو شمېر زیاتېږي. دمګړی ۸۸،۷۴۰ کسان مبتلا او ۳،۴۴۹ تنه مړه دي.

برښنا شرکت داسې وخت د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو او د اکسیجن تولیدي فابریکو ته د ۲۴ ساعته برېښنا رسولو ژمنه کړې چې کابل او ځیني نور ښارونه په سالنګ کې د برېښنا د پایو د نړېدو په سبب له بې‌برقۍ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG