د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د طالبانو بيا ځلې واکمني؛ موسيقي او موسيقي غږوونکي اغېزمن شوي


ارشيف
ارشيف

په تېرو څه د پاسه نهه میاشتو کې ډېر شمېر سندر غاړي او د موسیقۍ غږوونکي مجبور شوي چې خپل شغل بدل کړي.

ځینو بیا خپل د موسیقۍ الات د خپلې اصلې بیې په پرتله په څو برابره ارزانه پلورلي، څو له طالبانو په امان اوسي او یو څه پیسې هم په لاس ورشي.

۵۵ کلن عبدالحمید وړاندې په یوه خصوصي بنسټ کې دنده درلوده او اوس د کارول شویو یا تر ډېره د زړو توکو هټۍ لري.

هغه د یوې داسې موضوع په اړه خبرې کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د سندرغاړو او د موسیقۍ د غږوونکو بد وضعیت ښيي.

هغه تازه یوه جوړه تبله او یوه هارمونیه په ۲۵۰۰ افغانۍ اخستې.

نوموړی وايي: "کله چې د یوه سندرغاړي کور ته دننه شوم، زارۍ یې را ته وکړې چې تبله او هارمونیه یې واخلم. راته یې وویل، هر څومره پیسې چې را کوي قبلوې یې، خو د موسیقۍ دا الات باید ترې واخلم او له دې ځای یې یوسم."

هغه تبله او هارمونیه چې عبدالحمید په ۲۵۰۰ افغانۍ اخستي، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې یې بیه له ۱۵ زرو تر ۲۵ زرو افغانۍ و.

خو عبدالحمید وايي، د موسیقۍ دا الات يې د همدرۍ پر بنسټ له هغه هنرمند واخيستل، خو اوس حیران پاتې چې دا به څه ډول پلوري، له همدې امله یې پټ کړي دي.

افغان موسيقي غږوونکو له ډلې يې ډېری هغو دکانداري پيل کړې.
افغان موسيقي غږوونکو له ډلې يې ډېری هغو دکانداري پيل کړې.

طالبانو واک ته له بیا ځلې رسېدو سره سم، موسیقي حرامه وبلله او سندرغاړو او د موسیقۍ غږوونکو ته یې وویل، نور د سندرو ویلو او موسیقۍ غږولو اجازه نه‌لري.

د طالبانو دې حکم سندرغاړي او د موسیقۍ غږوونکي منزوي کړل. له دوی ډېرو یې وطن پرېښود او یا هم یې خپله دنده بدله کړه.

په کابل کې د خرابات په نوم مشهوره کوڅه چېرته به چې د موسیقۍ غږونو زړه ته لار کوله او ډېر شمېر سندرغاړي او د موسیقۍ غږوونکې به په کې راټول وو،خو اوس په دې کوڅه کې د تېر په څېر هغه ښکلي غږونه نه اورېدل کېږي.

دلته ډېرو راټولېدونکو سندرغاړو او د موسیقۍ غږوونکو اوس خپله پېشه بدله کړې، دکاندارۍ، خیاطۍ او نورو کارونو ته یې لاس اچولی.

۵۰ کلن عبداللطیف د افغانستان یو له مشهورو تبله غږوونکو دی. هغه چې په خبره یې له مشهورو سندرغاړو لکه فیض کاریزي، عالم شوقي او اکبر سروش سره د سندرو پر مهال تبله غږولې، خو اوس بایسکلونه جوړوي.

د ده په خبره، هغه تبلې چې په ډېره مینه یې اخيستې وې، اوس له دې وېرې چې د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ نه‌شي، له‌منځه یوړې.

نوموړی وايي: "ما خپله تبله له دې وېرې چې کور مو تالاشي نه‌کړي او په همدې تبلې مې په دا سر و نه وهي، ټوټې ټوټې کړه. اوس مې یو بل کار پیل کړی."

ډېری موسيقي غږوونکي له هېواده وتلي دي او په نورو هېوادونو کې مېشت شوي دي.
ډېری موسيقي غږوونکي له هېواده وتلي دي او په نورو هېوادونو کې مېشت شوي دي.

قیس معروف د افغانستان یو له مشهورو سندرغاړو دی چې په خبره یې یو وخت به د سر ګرولو ته لا اوزګار نه‌و، خو اوس ترکیې ته تللی.

هغه ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان له پرېښودو وروسته د خپلو موسیقۍ له الاتو هم خبر نه‌دی چې چېرته به له خاورو لاندې وي.

نوموړی وايي: "مجبور شوم چې وطن پرېږدم، ځکه په افغانستان کې د هنر او هنرمند لپاره نور ځای نه‌و. د موسیقۍ الات مې همداسې پرېښودل. دا چې اوس به چېرته وي، ترې خبر نه‌یم."

د ښاغلي معروف په خبره، د موسیقۍ د الاتو پلور له امکانه لېرې و او له همدې امله یې په میدان پرېښودل اود غربت لار یې ونیوله.

دی زیاتوي، د موسیقۍ غږوونکو ډېرو ډلو هم د موسیقۍ الات یا په ډېره کمه بیه وپلورل او اوس ډېر شمېر یې بې‌روزګاره شوي یا یې هم بل کار پیل کړی دی.

په افغانستان کې په موسیقي غږولو او اورېدو بندیز، یوازې هنرمندان نه، بلکې د موسیقۍ د الاتو جوړونکي هم اغېزمن کړي دي.

۶۰ کلن محمد ابراهیم افضلي چې په خرابات کوڅه کې د هارمونیې جوړونکی دی،دی هم لکه د نورو په څېر له بد برخلیک سره مخ شوی.

ډېر شمېر سندرغاړي او د موسیقۍ غږوونکي مجبور شوي چې خپل شغل بدل کړي.
ډېر شمېر سندرغاړي او د موسیقۍ غږوونکي مجبور شوي چې خپل شغل بدل کړي.

محمد ابراهیم اوس د هارمونیې د جوړولو پر ځای ژاولې او نور خوراکي توکي پلوري چې چندان ګټه هم نه‌لري.

هغه وايي: "کله چې د هنرمندانو کارونو سقوط وکړ، زموږ کار هم پاتې نه‌شو. ما هارمونیې جوړولې. د هرې هارمونیې په جوړېدو به یې زر یا هم له دې کمې یا زیاتې افغانۍ راکولې. کار روزګار مې ښه و، خو اوس د غوړو د یوې قوطۍ د اخستو توان نه‌لرم."

طالبانو د دې اندېښنو او د سندرغاړو او موسیقۍ غږوونکو د بد وضعیت په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب و نه وایه، خو وړاندې یې ویلي، موسیقي اورېدل او خپرول حرام دي او خلکو ته یې توصیه کړې چې له غږولو او اورېدو یې لاس په سر شي.

د جمهوري نظام پر مهال سندرغاړو او تر خوا یې موسیقۍ غږوونکو ښه بازار درلود. تر خوا یې د رسنیو د تفریحي پروګرامونو یوه لویه برخه د موسیقۍ لپاره ځانګړو شویو پروګرامونو ته ځانګړې شوې وې.

همدا ډول یو شمېر ځوانان د همدې موسیقۍ له امله د شهرت اوج ته ورسېدل او ان د کنسرتونو لپاره له هېواده د باندې بلنې ورکول کېدې.

XS
SM
MD
LG