د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

ارزګان ولایت کې یو سندرغاړی خلک د نشو له زيانونو خبروي


ارشیف، هرات کې د معتادینو د درملنې لپاره د موسیقۍ کارول
ارشیف، هرات کې د معتادینو د درملنې لپاره د موسیقۍ کارول

د ارزګان ولایت يو محلي سندرغاړی د ازادي راډیو د زهرو کاروان د يوه راپور په اورېدلو سره هڅول شوی چې د خپلو سندرو له لارې ځوانان د نشو له زيانونو څخه خبر کړي.

دا سندرغاړی چې غلام جيلاني وصال نومېږي وايي، ځوانان له سندرو اورېدلو سره ډېره مينه لري، له همدې امله ده پرېکړه وکړه چې د نشو په غندنه کې سندرې ووايي او له دې لارې ځوانانو ته دا پيغام ورکړي چې له نشو څخه لاس واخلي.

ښاغلی وصال وايي، دا پرېکړه‌يې ځکه وکړه چې څه موده مخکې يې له ازادي راډيو څخه د داسې سندرو په اړه يو راپور واورېد چې ځوانان په‌کې نشو ته هڅول شوي وو.

ښاغلی وصال وايي چې د سندرو له لارې ځوانانو ته پيغام اسانه رسول کېږي، په خلکو کې اسانه خپرېږي او هغوی يې ژر عملي کوي: ​"ما له ازادۍ راډيو څخه يو راپور واورېده چې يوه سندرغاړي داسې سندرې ويلې چې ځوانان‌يې نشه‌يي موادو ته هڅول، نو بیا ما له ځانه سره هوډ وکړ چې زه باید یو داسې سندره ووایم چې ځوانان له نشه‌يي موادو څخه راوګرځي، زده‌کړې او ورزش ته مخه کړي، زه هیله لرم چې ځوانان د دغې سندرې په اورېدو سره له نشه‌یي موادو څخه لاس واخلي او زده‌کړې او ورزش ته مخه کړي."

ارشیف، هرات کې د معتادینو د درملنې لپاره د موسیقۍ کارول
ارشیف، هرات کې د معتادینو د درملنې لپاره د موسیقۍ کارول

دا محلي سندرغاړی چې د ارزګان ولایت د خوښيو په ډېری محفلونو کې يې برخه اخيستې وايي، د خوښۍ لسګونه داسې محفلونه او مراسم‌يې ليدلي چې هلته موسيقي وي او ځوانان نشې کوي، په دې محفلونو کې داسې سندرې هم ويل کېږي چې ځوانان نشو ته هڅول کېږي.

د ارزګان ولایت مدني فعالان د عامه پوهاوي لپاره د غلام جيلاني دا کار ستايي او له نورو سندرغاړو، شاعرانو او ليکوالانو څخه هم غواړي چې په خپل هنر کې د ټولنې ناخوالو، په تېره بیا نشه‌يي موادو ته ځای ورکړي او دې لوی خطر ته د خلکو پام راواړوي.

د ارزګان ولایت یو خبريال او ليکوال صبغت‌الله صابر وايي چې ځوانان له سندرو اورېدلو سره ډېره مينه لري، له همدې امله پر هغوی د سندرو له لارې پيغامونه ښه اغېز کوي.

ښاغلی صابر زیاتوي: "زه خپله دا يو مثبت ګام بولم، ځکه چې ډېری ځوانان د رسنیو یا هم ټولنیزو رسنیو له لارې سندرې اوري، نو طبعاْ کله چې ځوانان دا سندرې اوري د دوی پر ژوند مثبت تأثیر لري، دوی به د دغه ډول سندرو په اورېدو سره وپوهېږي چې نشه څومره زيان لري."

ارشیف، هرات کې له موسیقۍ په کار اخیستو د معتادینو درملنه
ارشیف، هرات کې له موسیقۍ په کار اخیستو د معتادینو درملنه

د عامې روغتیا وزارت څېړنې ښيي چې، د افغانستان ډېری معتادين ځوانان دي. يو شمېر ځوانان بیا د شپې له خوا له خپلو همزولو، خپلوانو او دوستانو سره په بانډارونو کې نشې کوي او له دې لارې معتاد کېږي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG