د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

کورنيو چارو وزارت: سږ ۸۵ سلنه کوکنار د مخالفینو تر نفوذ لاندې سیمو کې کرل شوي


ارشیف، کندهار کې د کوکنار کښت
ارشیف، کندهار کې د کوکنار کښت

له افغانستانه په بشپړ ډول د بهرنيو ځواکونو وتل او پوځي عملياتو کې د افغان پوځي ځواکونو له ملاتړه لاس اخېستلو سره سم د افغان دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سيمو کې د کوکنارو د کښت د دوام خبره راپورته شوې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کوکنارو د کښت په اړه څېړنه بشپړه شوې او هغو سيمو کې يې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړی چې هلته شرايط ورته برابر وو.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق ازادي راډيو ته وويل، د دوی څېړنې ښيي چې سږکال په سلو کې ۸۵ کوکنار په هغو سيمو کې کرل شوي چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر نفوذ لاندې دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق
له نشه يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق

اورتاق زیاته کړه: "موږ د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړی، د ننګرهار هغو سيمو کې چې شرايط سم وو، سل هکټاره ځمکې مو د کوکنارو له بوټو پاکې کړي، که شرایط برابر شول په نورو ولايتونو کې به هم د کوکنارو کښتونه واړوو. په سلو کې ۸۵ کوکنار په هغو سيمو کې کرل شوي چې د حکومت د وسله والو مخالفینو تر نفوذ لاندې دي او کوکنار د هغوی په ملاتړ کرل کېږي. له بده مرغه چې سږکال هم ډېری کوکنار په جنوبي او جنوب شرقي ولايتونو (کندهار، هلمند، ارزګان او بدخشان) کې کرل شوي دي."

د افغانستان په ګرم سيرو ولايتونو کې د کوکنارو يو فصل بشپړ شوی او د کندهار، هلمند او ارزګان ولايتي شوراګانو په وينا بزګرانو وکولی شول د کوکنارو د کښتونو نه اړولو له امله، له کوکنارو نژدې ټول تارياک راټول کړي.

د هلمند ولايتي شورا وايي، طالبانو چې تېر کال کومې سيمې نيولي تر اوسه يې هم په بشپړ ډول په واک کې دي، د دې سيمو ډېری ځمکو کې بزګرو د يوه فصل کوکنارو نېښ وهلی او د بل فصل کوکنارو لپاره ځانونه چمتو کوي.

اورتاق وویل چې د ننګرهار هغو سيمو کې چې شرايط سم وو، سل هکټاره ځمکې مو د کوکنارو له بوټو پاکې کړې
اورتاق وویل چې د ننګرهار هغو سيمو کې چې شرايط سم وو، سل هکټاره ځمکې مو د کوکنارو له بوټو پاکې کړې

د زابل پخوانی والي محمد اشرف ناصري وايي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم د افغان نظامي ځواکونو د عملياتو مسؤليت ډېرېږي، خو هغوی نه شي کولای چې اوسنيو امکاناتو يوازې هم له طالبانو سره وسله واله جګړه او هم له نشه يي موادو سره مبارزه وکړي.

ښاغلي ناصري زیاته کړه: "په هره اندازه چې امنيتي وضعيت خرابېږي، په هماغه اندازه د کوکنارو کښت هم ورسره ډېرېږي. د کوکنارو د کښت کمولو لپاره د سيمې او نړیوالې ټولنې همکارۍ ته اړتیا ده چې افغان حکومت ته امکانات په واک کې ورکړي، ځکه له يوې خوا د جګړې لګښت د افغانستان حکومت پر غاړه دی او له بلې خوا له نشه يي موادو سره مبارزه کول هم ورته امکاناتو ته اړتيا لري."

د افغانستان په جنوب او جنوب ختيځو ولايتونو کې د کوکنارو د کښت خبره داسې مهال راپورته کېږي چې د افغانستان د احصايې او معلوماتو ادارې د تخميني څېړنو له مخې پروسږکال په همدې سيمو کې دوه لکه او ۲۳ زره هکټارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو.

ددې راپور غږیزه بڼه د تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG